یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeمقالېدرینبیل څه ويل؟| ذبیح الله ایمان

نبیل څه ويل؟| ذبیح الله ایمان

د روان سیاسي جریان او په وطن کې د شته ننګونو په اړه مو د ټولنيزو رسنیو له لارې ډېرې کيسې او ناولدې واورېدې. خو د اصلي حال او کيسې څخه تر ډېره ځکه نه وو خبر چې په په ټوله د وطن د حال احوال کيسې چې څومره په ټولنيزو رسنیو کې خپرېږي؛ یوه برخه یې هم بېرون ته نه راوځي. بلکې د یو څو مشخصو کسانو تر مينځ دغسې غلې پاتې کېږي. چې دا ډېر بد او ننګونکې حالت لري. ملت ته باید د وطن د شته ناخوالو او د راتلونکې په اړه هر څه لکه لمر روښانه کېښودل شي. هسې نه خدای مه کړې بیا د یوې تورې ورځې کوهي ته ور ټېل وهل شو.

نن غرمه نبیل صېب موږه څو ځوانان غرمنۍ ته ور بللي وو؛ د ازادو ګپو او کيسو تر څنګ مو د شته حالت په اړه ځينې کيسې تر واورېدې؛ ښه یې بولم چې تاسې سره یې هم شريکې کړم.

نبيل؛

د وطن پر روان کړکيچن حالت یې بیا هم موږ ته د ډاډ او ښې ورځې انځور وړاندې کاوه؛ غوښتل یې چې د وطن د بقا لپاره ځوانان سره یوه خوله کړي او د وطن د ابادۍ لپاره د پردي دښمن هر ې کړنې ته مو متوجې کړي. په اوس وخت یې د سولې په اړه وويل؛ چې سوله زموږ ټولو اړتیا ده او ملاتړ یې باید وکړو؛ مګر دا ملاتړ باید د وطن او نظام د لا ښې راتلونکې په پار وي، نه داسې چې خدای مه کړې د وطن بده ورځ مو په برخه شي. د سولې د اوسني روان حال یې بد وباله؛ چې په قطر کې زموږ د دولت هېڅ استازی نشته دی، مګر د پنجاب د استخباراتو لوړپوړي کسان پکې عملا شتون لري، چې دا به د وطن په خير هېڅ تمامه نه شي. بله خبره یې دا وه چې د تېرې ورځې کومې خبرې چې د د طالبانو د قطر د دفتر پخواني مشر عباس ستانکزي کړې وې، تر ډېره پورې یې سختې د غندلې او یادونه یې وکړه، چې د پوځ او شته نظام ننګول چې هر څوک کوي، موږ ټول یې باید مخه ونیسو، دا نظام او دا وطن پر موږ ټولو حق لري چې ویې ساتو د سر په بدل ورته کار وکړو.

په ټوله کې د سولې او شته نظام د بقا لپاره یې ډېرې مفصلې او هيله بښونکې خبرې وکړې، چې دا ارزو د هر افغان سپېڅلي زلمي وه او ده. همدا راز یې د مسکو راتلونکې غونډې باندې هم خبرې او وکړې، چې دا یې هم د شته نظام د بدنامۍ او یو تور داغ په نوم یاده کړه، ده وویل چې موږ اوس نظام لرو او حکومت لرو باید موږ که له هرې جنګې ډلې سره خبرې کوو باید د دولت به استازي توب وشي،ځکه چې دلته د شته نظام د مشروعيت خبره کاملا پخه راځي، خدای مه کړې که دغسې غوندې دوام وکړي او پخواني جنګسالاران دغو غونډو او سولې روان بهير ته ور غوښتل کېږي او دولت ګوښی پاټې کېږي، نو دا به د وطن پخير نه وي او نظام او شته دولتي دستګاه به یو ډول بده معرفي کوي. چې په ټوله کې دا د وطن لپاره په ګټه نه تمامېږي.

له ورایه داسې مالومېدو چې نبیل یو ډول عقدیي نه و روان، اوس یې هم غوښتل چې د ولسمشر او شته نظام او حکومت ملاتړ وشي، دا چې ټاکنې را لنډېږي او څوک د چا لپاره کمپاین کوي، هغه جلا خبرې دي، هر څوک حق لري چې یو کس ته کمپاین وکړي او د وطن د ښې ورځې لپاره ور سره پاتې شي. مګر پّه اوسني وخت کې یې؛ د سولې اړوند درېځ خورا عالي او د وطندوستۍ په لوړه درجه ولاړ و.

خلاصه د سولې اړوند یې درېځ ډېر ښه و، ده ويل چې د سولې راتلل زموږ ټولو ارمان دی، باید کار ورته وکړو او د دغه مرګوني حالت مخه ونيسو، خو داسې سوله او پخلاینه باید چې موږ بیا د تاريخ یوې بلې تورې دورې ته ور ټېل وهي. د هغه تر ټولو ډېر تمرکز پر امنیتي او شته نظامي دستګاه و چې باید پر هر ډول وي، ددې ننګه وشي او د نظام د پرمختګ لپاره نور کار لا وشي.

د ډېورنډ اړوند یې هم جالبې کيسې وکړې، چې سړی یې واوري زړه یې بد شي، چې موږ ولې د داسې وطن پلورنکو مشرانو منګولو ته لوېدلي یو چې د هرې دورې په واک کې یې د دې وطن سره دومره ستره جفا کړې او لا هم خلک ورته لګیا دي چې د دغه ستر خاین خیانتونو ته جامې ور واغوندي. موږ که خبره کوو، نو د وطن او خاورې ساتل به مو سره کرښه وي. موږ بدې ورځې تېرو، وژل کېږو به، مګر هيله به مو دا وي چې ځه نو خدای به یو زرين لمر را خېژي او د یوه روښانه راتلونکي خوبونه به مو رېښتیا کېږي، مګر چې داسې خاین او د مور وطن دښمان در مالوم شي زړه به دې بد شي، چې سړیه موږ لکچې اوس هم په غلطه روان یو. مزې او چړچې دا نورو وکړې او غرق پکې موږ شو.

نبیل د وطن د خير او ښې ورځې خبرې کولې، د موقت حکومت په اړه یې هم درېځ سم و، هغه ويل چې موقت حکومت راتلل هم د وطن په خير نه دي، او یو څو پخواني د جنګ څهرې یې غواړي، په دې د وطن خير نه دی او موږ د یوې تلپاتې سولې خاوندان نه کېږو، بلکې لا تورې ورځې ته ور روانېږو. او تر ټوله بده دا چې اوس خبرې روانې دي مګر افغان دولت او ولسمشر یا کوم د دولت غړی په دې جریان کې هېڅ شتون نه لري، نو که موقت دولت جوړېږي یا بله هره پريکړه کېږي، باید افغانان پکې شتون ولري، که د سولې لوبه همداسې د پردې شاته روانه وي د ټول وطن په ګټه نه ده او باید مخه یې ونيول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب