شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهخپل فکر پخپله ټاکلی شئ|| ژباړه: اصلت شاه یاد

خپل فکر پخپله ټاکلی شئ|| ژباړه: اصلت شاه یاد

 Substitution Law (د بدیل قانون) وایې:  “دهر شخص ذهن په یوخت کې یوازې یوفکر کولی شې مثبت یا منفې”  هرکله چې تاسو وغواړئ چې له منفي فکر کولو څخه ځان وژغورئ نو پر ځای یې مثبت فکر وکړئ. داسې یوفکر وکړئ چې د بد فکر کولو اندېښنه مو راکمه کړي.

د عادتونو قانون (Habit law) نظریه داسې ده ((هرکله چې په مسلسله توګه د هرعمل تکرار زیات شې، نو په  پای کې په یو عادت بدلیږي، او د انسان ذهن یې د بیا تکرار کولو لپاره غوښتنه کوي)) همدغه حالت ته، که تاسې په مثبت فکرسره ځواب ورکړئ مانا دا چې تاسو مو د خپل مثبت فکر کنټرول په لاس کې اخیستی او پرځان پوره کنټرل لرئ.

د عادتونو د قانون مطابق به تاسو ډېر ژر په دې وتوانیږئ چې د یوې پیښې په پرمهال او یا هم د فکر کولو په وخت په اوتومات ډول مثبت فکر وکړئ.  په تکرار، په ښه عزم سره کولی شئ، چې خپل ذهن مو له مثبت فکر او عمل سره عادت کړئ. د همدغه قانون په عملي کولو سره به تاسې پیاوړي اشخاص جوړ شئ او ژوند به مو ډېر ژر بدلون وکړي.

ژباړه

اصلت شاه “یاد”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب