یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeجنرال وزیريحرکت کې برکت وي/جنرال دولت وزیري

حرکت کې برکت وي/جنرال دولت وزیري

اوبه چې روانې او په حرکت کې وي پاکې وي، کله چې ډنډ او ودریږي خوسا کیږي. د ملتونو ژوند هم همداسې دی. که ملتونه هم حرکت ونه کړي او پر مخ لاړ نه شي، له نورې نړۍ شاته پاته کیږي او په پای کې د خپلې لټۍ او جهالت له امله ټوټه ټوټه کيږي او یا له منځه ځي، ځکه چی راتلونکي د هغه چا وي چی هيله يې لري او حرکت کوي.
شاعر وايي:
په ناسته نه شي خوزيدل غواړي
څوک چی منزل ته رسيدل غواړي
تش په خبرو باندې کار نه کيږي
کار په کولو شي کول غواړي
د چا له مخالفت څخه مه ويریږئ، ځکه بادبان یوازې هغه وخت ښه حرکت کوي او پورته ځي چې له باد سره په مخالف لوري کې واقع شي. ځکه چې
د سیند په اوبو کې پورته تګ قوت او جرئت غواړي، د اوبو د جريان سره برابر تګ مړه کبان هم کولی شي.
کوښښ او زیار باید له اتلانو زده شي، اتلان تر هغه پوری کوښښ او زیار باسي تر څو چې اتلان شي.
ځکه چې یواځې په غوښتلو او اراده کولو څوک نه شي کولای چې اتل شي. د اتل کيدلو له پاره د اتل په څير عمل په کار دی.
شاعر وايي:
نه د کونډو په ژړا کارونه کیږي
د سپین ږيرو په دعا نه پوره کيږي
نه څه کیږي په سلګو د يتيمانو
ستا د مټو نه بغير هيڅ نه خلاصیږي
عادل، پوه او په هیواد مئین کسان بې له دې چې زیار،
خپله وينه، خپلې اوښکې او خپلې خولې هیواد ته نذارنه کړي بی له دې نور څه نه لري.
ځکه وايي:
بل ته ځاي ور کړه په زړه کې
هر یو زره کې به ستا ځای شي
اول ځان د قام خادم کړه
هلته ته د قام سردار شي
ښيګڼه او صداقت د لوړ صفتو انسانانو کار وي. کبر او غرور بیا د ناوړه انسانانو په برخه رسیږي.
دوي تل ځان له ټول وړ او ښه ګڼي خو په اصل کې دوی بدغونې او غولونکي وي.
حمید بابا د داسي خلکو په هکله ویل:
ځان ته ښه وايي، ښه نه کړي
هغه څه وايي، دا څه کړي
له اوربشو، غنم غواړي
ښه به هاله شي، چې دا ښه کړي
شپه او ورځ د نفس له پاره
حسابونه د ويښته کړي
حق بینۍ ته لکه سويه
غټې سترګې ځان، ويده کړي
هغه غوږ، سترګې دې نشته
چې پرې اورې، یا لیده کړي
کری خار په هغه لار کې
چې ته هر ساعت پرې تله کړي
نه کړي سپی د نفس له پاره
هغه چاري چې يې ته کړي
هغه دم په تا رڼا شي
چې د بل په کور تياره کري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب