یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد MTN مخابراتي شرکت افغانستان کې خپل فعالیت بندوي

د MTN مخابراتي شرکت افغانستان کې خپل فعالیت بندوي

تاند(پنج شنبه،د اسد ۱۶) د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د اېم ټي ان مخابراتي شرکت د افغانستان په شمول په منځني ختیځ کې د فعالیت د بندولو خبر ورکړی دی.

سرچینه وایي،چې دا شرکت به په سوریه، یمن او افغانستان کې خپل فعالیتونه ودروي او یوازې په افریقا به تمرکز وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې یاد شرکت په خپل لومړي اقدام کې په سوریه کې ۷۵ سلنه پلور هم پیل کړی دی.

راپور وايي چې د شرکت چارواکو ویلي چې په منځني ختیځ کې د هغې د فعالیت د درولو لامل د دې شرکت لږه ګټه ده.

ایم ټي ان یو ملي مخابراتي شرکت دی چې په ۱۹۹۴ کال کې تاسیس شوی او دا مهال په افریقا او منځني ختیځ کې په ۲۱ هیوادونو کې فعالیت کوي.

ایم ټي ان په نړۍ کې اتم لوی مخابراتي شرکت دی.

دغه افریقایي شرکت په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۴۰ میلیونه پیرودونکي لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب