شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه کابل کې د مشورتي لویې جرګې لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول...

په کابل کې د مشورتي لویې جرګې لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۱۶) ټاکل شوې سبا دوشنبه د اسد میاشتې په ۱۷ کابل کې مشورتي لویه جرګه تر سره شي.

مشورتي لویه جرګه د کابل د پولیتخنیک پوهنتون د لویې جرګې په خېمه کې تر سره کېږي.

د چارواکو په وینا دا جرګه د تېرې مشورتي جرګې په دوام جوړېږي چې ګډونوال به یې هم پخواني کسان وي.

د کابل ولایت د ګډو ځواکونو قومندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي د مشورتي لویې جرګې د امنیت د تامین په موخه به د دغې جرګې خیمې ته ټولې ورغلې لارې نن پنجشنبه د مازدیګر له ۴:۰۰ بجو څخه د جرګې تر پایته رسېدو پورې وتړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ د کوټې ‌سنګي، د کارتې ‌پروان څلور لارې او قمبر څلورلارې مسیرونه به د جرګې تر پایته رسېدو پورې د خلکو او وسایطو د تګ د راتګ پر مخ تړلي وي.

سرچینه کاږي د سیمې د اوسېدونکو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي او د خلکو د لېږد لپاره د پولیسو د بسونو او د ناروغانو لپاره د امبولانسونو څخه استفاده کېږي.

د کابل د ګډو ځواکونو قومندانۍ له خلکو غوښتي څو د امنیت او عامه نظم په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

په ورته مهال د لویې جرګې د امنیتي کمیسیون مشر یاسین ضیاء له هېوادوالو غوښتنه کړې چې د دغې جرګې د ترسره کېدو په جریان کې دې د کابل او ولایاتو ترمنځ له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

باید وویل شي چې د ۱۳۹۸ کال په لویه مشورتي جرګه کې د دیني عالمانو د غونډې پر مهال ځانمرګی برید شوی وو او د ۱۳۹۰ کال د لویې مشورتي جرګې په خیمه توغندیز بریدونه شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب