یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ملي پخلاینې عالي شورا کارونه بشپړ شول

د ملي پخلاینې عالي شورا کارونه بشپړ شول

تاند(پنجشنبه، د اسد ۱۶) د شاوخوا دوه نیمو میاشتو ځنډ وروسته د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي پخلاینې عالي شورا بشپړه شوه.

دغه شورا وايي چې د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا تشکیل بشپړ شوی او ډیر ژر به په رسمي ډول اعلان شي

د دې شورا ویاند فریدون خوځون وايي چې د ملي پخلاینې عالي شورا د غړو په ټاکلو کې د ټولنې مختلفو د برخو مشورې او خبرې اخیستل شوې دي.

ښاغلي خوځون د پنجشنبې په ورځ وویل چې د رهبرۍ او د ملي پخلاینې عالي شورا د عمومي غونډې د غړو لیست د ټولنې له بیلابیلو برخو سره له اوږدو بحثونو او مشورو وروسته بشپړ شوی دی.

خوځون زیاته کړه چې د ټولنې د بیلابیلو برخو استازي هم د شورا د غړو په ترکیب کې شامل دي.

په ورته وخت کې، د ملي پخلاینې شورا د تخنیکي کمیټې غړي عطاالرحمن سلیم ، رسنیو ته وویل چې د شورا په مشرتابه کې به شاوخوا ۴۰ غړي ولري.

سلیم زیاته کړه: “د اداري پلاوي نه وروسته، د شورا مشرتابه شتون لري ، چې شاوخوا ۴۰ مشران او جهادي مشران پکې شامل دي.

وروسته بیا عمومي مجلس، چې ممکن له ۱۰۰ څخه ډیر غړي ولري ، پنځه مرستیالان لري چې هر یو یې د مشر په توګه ټاکل کیږي.” “دا د رهبري کمیټه به وي.”

سلیم وايي چې د سولې د عالي شورا ۳۰ غړي چې هیڅ دولتي دندې یا نور مسؤلیتونو پوې تړاو نلري د سولې د عالي شورا د غړو په توګه به ومنل شي.

د سلیم په وینا ، دا مهال د سولې عالي شورا ټول فعالیتونه په بشپړ ډول ځنډول شوي ، خو د دې شورا لغوه کول یوازې د ولسمشر په فرمان پورې اړه لري.

هغه وايي چې د حل لارې ، د وړتیاو محدودیتونه ، کاري پلانونه او د ملي پخلاینې عالي شورا د طرحې مسوده چمتو شوې او د شورا په لومړۍ عمومي غونډه کې به تصویب شي.

په ولسمشرۍ ټاکنو کې د محمد اشرف غني او د هغه د سیال عبدالله عبدالله تر ژورو اختلافاتو وروسته ، دوی د روان کال د می په ۲۸ سیاسي موافقې ته ورسیدل. د هوکړې له مخې ، د ملي پخلاینې عالي شورا مشرتابه عبدالله عبدالله ته وسپارل شوه

د شورا ویاند فریدون خوځون وايي د ملي پخلاینې عالي شورا د یوه سیاسي هوکړه لیک پر اساس له طالبانو سره د سولې خبرو پروسه تعقیبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب