شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد سپین بولدک اوسېدونکو د پاکستان د حکومت په خلاف لاریون وکړ

د سپین بولدک اوسېدونکو د پاکستان د حکومت په خلاف لاریون وکړ

تاند (پنجشنبه، د اسد ۱۶) د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې په سلګونو کسانو د پاکستاني حکوت خلاف او د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ لاریون وکړ.

لاریون والو د پاکستاني حکومت ضد شعارونه ورکول او ویې ویل د پاکستان د وروستیو کړنو پر وړاندې راوتلي دي.

د لاریون یوه ګډونوال تاند سره په خبرو کې وویل، دغه کسان په سپین بولدک ولسوالۍ کې راټول شوي او د پاکستاني پوځیانو د لوی اختر د شپې برید او ټولې هغه کړنې چې د بې ګناه افغانانو په حق کې یې کوي غندي او ور څخه غواړي چې نور دې دغو ظلمونو ته د پای ټکی کېږدي.

نوموړی وايي د پاکستان چې څه خوښه وي د افغانانو په حق کې یې کوي او په خبره یې نه د لر او نه د بر پښتنو خیال ساتي.

هغه زیاتوي وايي پاکستان تل هڅه کړې چې د افغانستان خلاف اقدامات تر سره کړي خو په خبره یې نوره اجازه نه ورکوي چې دا ډول بریدونه وکړي.

دوی له پاکستان څخه غواړي  څو د ستونزو جوړېدو او جګړې څخه لاس واخلي.

لاریونوال پاکستان ته خبرداری ورکوي که عسکرو یې بیا ځل داسې کړنې ترسره کړې سخت ځواب به ورکړي.

د تېرې پنجشنبې په ماښام پاکستاني ملېشو هېواد پر ګڼ شمېر افغانانو چې غوښتل یې خپل هېواد ته راستانه شي بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې ۹ تنه ووژل شول او تر ۵۰ نور ټپیان شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب