شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستان وايي افغان سرتېرو یې په عسکرو برید کړی

پاکستان وايي افغان سرتېرو یې په عسکرو برید کړی

تاند (پنجشنبه، د اسد ۱۶) د پاکستان حکومت وايي تېره ورځ ناوخته افغان ځواکونو د دوی پر پوستو برید کړی او پاکستاني سرتېرو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

پآکستاني پوځیان وايي په دغه برید کې درنې او سپکې وسلې کاریدلي دي، خو دا یې نه دي ویلي چې یاد برید په کومه سیمه کې رامنځته شوی دی.

خو زیاته کړې یې ده چې عسکرو یې اغزن سیم ته څېرمه پوستو کې حضور درلود.

دوی زیاتوي افغان سرتېرو په مستقیه توګه پر پاکستاني عسکرو برید کړی چې له امله یې یو پاکستانی عسکر وژل شوی او درې نور یې ټپیان شوي دي.

پاکستاني حکومت خبر ورکړی چې افغان سرتېري دې نور له دغه دول بریدونو لاس واخلي.

پاکستان د افغان سرتېرو په خلاف دغه ادعا په داسې حال کې کړې چې دوی پر ډیورنډ کرښه په غیر قانوني توګه تاسیسات جوړ کړي او ان په ځینو سیمو کې د قانون خلاف له صفري نقطې هم مخکې راغلي دي.

د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب