Homeکلتورسینماد نړۍ تر ټولو ډېر عاید لرونکي فلمي ستوري

د نړۍ تر ټولو ډېر عاید لرونکي فلمي ستوري

تاند- د هالیووډ فلمي ستوری جورج کلوني د لیست په سر کې دی او د بالیووډ اکشې کومار په اووم کتار کې راغلی دی.

فوربس مجلې، چې عموماً دا ډول فهرستونه خپروي، جورج کلوني او مېرمن یې امل کلوني د نړۍ تر ټولو ډېر عاید لرونکي لوبغاړي پيژندلي دي.

دوی د ۲۰۱۷ کال له جون څخه د ۲۰۱۸ کال تر جون پورې ۲۳۹ ملیون ډالره ګټلي دي.

بل فلمي لوبغاړی او د کچ لوبې اتل دوین جانسن ” The Rock” د کال ۱۲۴ملیونه ډالره ګټلي دي.

سکارلت جانسن امریکایۍ فلمي ستورې د ښځینه لوبغاړو په منځ کې تر ټولو ډېرې پیسې ګټلي دي. عاید یې د فوربس مجلې د لیسټ په اساس څه باندې څلوېښت ملیون ډالرو ته رسیږي.

د هند اکشې کومار هم څلوېښت نیم ملیون ډالره ګټلي او په دغه لیسټ کې یې اووم مقام اخیستی خو د بالیوود خان، شاهرخ خان اته دېرش نیم میلیون ډالر ترلاسه کړي چې اتم ځای یې خپل کړی دی.

فوربس مجله وايي په تېر یو کال کې د فلم هلکانو ټولټال ۷۸۴ ملیون ډالره ګټه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...