جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeروغتیاپه بریتانیا کې د پلاستیک جراحۍ په اړه خبرداری

په بریتانیا کې د پلاستیک جراحۍ په اړه خبرداری

تاند- د پلاستیک جراحۍ د پرمختګ له کبله اوس په نړۍ کې یو شمېر خلک نه یوازې پزه او شونډې عملیات کوي، بلکې ګڼ شمېر ښځې سینې, ورنونه او کوناټي هم جراحي کوي.

په بریتانیا کې وروسته له دې چې یوه ښځه په ترکیه کې د کوناټو د لوړولو لپاره د جراحي عملیاتو په ترڅ کې مړه شوه، د دغه هیواد د پلاستیک جراحانو ټولنې خبرداری ورکړ چې دا ډول جراحي عملیات خطرناک دي.

تر دې مخکې هم یوه ښځه د ورته جراحي عملیاتو له کبله مړه شوې وه.

سینمايي ستورې عموماً دا ډول جراحي عملیات کوي.

بریتانیاوالې ښځې په نورو هیوادونو کې جراحي عملیات کوي ځکه چې په نورو هیوادونو کې دا ډول عملیات ارزانه دي.

خو ویل شوي چې په درو زرو تنو کې یوازې یوه ښځه د کوناټو د لوړولو په جراحي عملیاتو کې مړه شوې ده.

ډاکتران د بدن له نورو برخو څخه وازګه یا وازده اخلي او په کوناټو کې یې پیچکاري کوي. د دې کار خطر په دې کې دی چې ممکن پیچکاري کېدونکي وازګې زړه ته ورسېږي او رګونه یې بند شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب