سه شنبه, مې 7, 2024
Homeکالمونهاستاد شپوند لیکوالۍ یوه تجربه

د لیکوالۍ یوه تجربه

زه په دې سپینې ږیرې، نورې کمزورۍ مۍ کمې وې، چې خرافاتي شوی هم یم. پرون د اسد غضنفره سره تلفون کې غږېدم چې د ده راته پام شو، پوښتنه یې وکړه چې امریکا  کې به همدا اوس د شپې دوې بجې وي، نو ته خوب نه لرې؟ لکه چې حیا وردرېدلې وه ، زما یوه بله مقاله یې رایاده نه کړه چې د امریکا غوندې ځای کې لا هم شمعې ته  لیکل کوم.ما هم ورته ونه ویل چې زه د شپې له تاریکې سره آشنا یم، زه د تورې تروږمۍ سکنی ورور یم.

تېره میاشت مې کالیزه وه. بچیانو په درځنو شمعې راوړې وې خو چې لګولو تابیه یې نیوله، کور والا منع کړې، ایسته یې زما د کمپیوټر په خونه کې را ته دلۍ کړې چې ذخیره مې ختمه نشي. د همدې تتې رڼا له لاسه مې املا سمه نه ده، چاپګر یاران یې راته سموي چې، ما په توپه وله، خو دوی لوستونکو ته په شرمو ونه شرمېږي.

مخ مې کمپیوټر ته دی خو چې ونښلم، له کړکۍ بهر تاریکې ته ځیر شم. ټول یاران شکر دی حاضر وي. حداد د برېتو څوکې تاووي، امین خوږه خندا رالوروي، تڼیوال راته جونګی جونګی کېږي، حبیبي صمد سپېشل سګرټ لګولی د سارا ارمان  کوي: که هردم مېتوان زد نعره یې مستانه در صحرا، الفت په نرۍ موسکا اتو خوارنجوکي غږ خپل بیان راته کوي چې ډېره بېغوري ده چې څوک نه ژاړي له چا سره، بهاالدین مجروح خپله ګوډه پښه ځان پسې راکاږي، د رومي مولینا دا بیت تکراروي چې : مادر بتها بت نفس شما ست + زا نکه آن بت مار و این بت اژدهاست……..

چې د چربانګ وخت شي هم شمعه هم یاران یو په بل پسې ویلې کېږي. زه هم خپلې دنیوي مشغولا، لکه اودس لمانځه او سبناري پسې د کمپیوټر له خونې وځم.

زما ټوټکه هم د نورو خرافاتو په شان، یو څه منطقي حیله ضرور لري. کانټراسټ انګرېزۍ کۍ یو توری دی چې په پښتو کۍ یې سمه مانا نشته. پرداز، برجسته، یو د بل ضد، برالا، دا یو هم ورسره نه لګېږي. لکه سپین اوتور. د شپې تاریکه او د یارانو نوراني مخونه یې ښه مثال دی. که یې په رڼا ورځ تصویر وکاږم نو داسې تت خېژي لکه تور تېل په توره شپه په توره تبۍ. شلي او پراټې پرې پخېدلی شي خو د راز او نیاز تمه ترې ومه شه. زما لیکنې، ښې دي که ناکارې، د نیمو شپو نتیجې دي. شاعر چې ویلي: چې په تورو سترګو تور رانجه کا پورې+ له یوې تورې بلا پاڅي سل نورې، په چلونو کې یو پټ چله کی هم لري ، هغه دا چې ګر چاپېر یې سپین مخ ښه کانټراست ورسره جوړوي چې په سپین کې سرخي وايي که نه نو هماغه تور تېل به و چې په تورې تبۍ توی شي. د شپې په تیارې کې زما په نېز کوم حکمت پروت دی چې ما داسې  لیکلو ته لمسوي لکه ډول چې پښتون اتڼ ته مسته کی کوي.


د استاد شپون دا لیکنه د ۲۰۱۲ د مارچ په ۱۵ په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب