شنبه, اپریل 27, 2024
Homeکالمونهاستاد شپوند وطن د خاطرو لړۍ

د وطن د خاطرو لړۍ

دا سهار ، د پخوا په شان شمع نه وه چې لګولې مې وای نو په خپل  پنځم پوړ کې په خړه کې  لمر خاته ته برنډه کې منتظر کښسناستم. بیا مې طاقت پاتې نه شو. هغه څه ته ورکوز شوم چې مکروریان والا یې پارک بولي

یو وخت به  و، خو اوس سپېره میدانی و، هر پلو د خاورو ټوپه کې..ناڅاپه په یوه وخت کې هم لمر څرک شو، هم د پغمان دغرو نو مورګې راښکاره شوې چې واوره یې بار کړې وه. نومې بېواره نارې کړې:

 تا ته را شمه زړګی زما فارغ شي+ بې له تا مې اندېښنې د زړه مارونه. خو نور غلی شوم  چې چار چاپېره  یې کابلیان چې ټوپو نه یې وهل او څغستل وا نه وري.

+++++++

نن په همدې کرښو لګیا وم چې انځور له ملي تلویزیون نه تلفون کې ستړي مشي راکړه . زه خوشاله شوم چې یاران مې لا هم په راتګ او تګ خبرېږي، خو وار له واره یې ملي تلویزیون ته د ورتګ بلنه راکړه. سرباری عزت یې لا دا چې ویل یې ، موټر به را واستوي. ما ته یې خپل کلی را یاد کړ چې هلته لویه خبره دا وه چې چا به ویل، پلانکي پسې یې والګا را استولې وه ، مانا په عزت یې بوته. (هلته خلکو هر ګړندي موټر ته والګا ویل) خوما عذر وغوښت، ویل مې چې زه د مرکو د پاره وخت نه لرم مېلمانه را روان دي. ورپسې سم د غفور لېوال تلفون راغی، هغه هم والګا راپسې استوله.  ګویا په وچ کوتک یې تګ ته مجبور کړم. والګا، د کارمل خبره چې پس له کودتا یې وطن ته د ستېدو د لارې به باب د ژورنالست پوښتنې ته په څواب کې ویل،« ازرا های انقلابي آمدم.) په انقلابي لارو تلوېزیون ته بوتلم. مانا د اغزنو سیمونو، کانکریټي موانعو، د پیره دارانو له مخې او تلاشۍ پس يې چې په یونیفارمونو کې بېدو د میږیانو په شان ښکارېدل، مخسد  ژوندی ژاړنده یې ورسولم. هلته معلومه شوه  د مجاور احمد زیار صفتونه یې را باندې کول. د ژبپوهنې دا پنډت  لګیا و پنځه اویا کلن کېده . لال باچا آزمون زیار ته مخامخ ناست و، زه شاتنۍ چوکۍ کې کښېناستم  خو کتل مې هرڅوک مې وړاندې پورې  وهي. زیار دروند ناست و، لکه بوت. نکټايي یې اچولې وه ، د مریدانو ستاینو ته غوږ و.استاد رفیع د زیار مناقب بیان کړل او تر هغې یې ستایه چې ما په ګنانګارو سترګو وزرې لېدې چې د استاد زیار په ډډو را شنې کېدې. ناببره آزمون اعلان وکړ چې شپون به هم د استاد په باب معلومات وړاندې کړي. له مجبورې ورځې ما هم کمی و نه کړ، تر دې حده چې ، په آخر کې استاد را ته وویل، په آخوند ښوروا هم ډېره ده. زه چې له بده مرغّ هېځکله مې د استاد په وینا یا لیک سر نه خلاصېږي په دې هم پوه نه شوم چې دا آخوند چې استاد یاد کړ مظلب یې زه وم که خپل ځان. لېوال  بیا دا ځواني راسره  وکړه چې ماښام یې د ځانه سره دولتي والګا کې  کرغې ته بوتلم، زوروره مېلمستیا یې راکړه. خو د نورو کالونو خلاف دا ځل زما مېلمستیا  یارانو ته دومره ګرانه نه پرېوزي، په ټولو مې زیری کړی چې ما ته د شکرې ناروغي پیدا شوې، نه غوړ خوړلی شم نه غوښه.

( یادښت: دا لیکنه مې د هغه کیبورډ په برکت کړې چې د لېوال دفتر وړیا راکړ، چې مننه یې کوم. البته د یاګانو سهي کول یو څه تمرین غواړي)


د استاد شپون دا لیکنه د ۲۰۱۲ د مې په ۱۶ په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب