هغه وخت په هیواد کې د نن په څیر بې شمیره موسسې نه وې. د دولتي ادارو امکانات کم و. ښه معاش او اضافه پیسې چې د (اعاشې) په نوم به یادیدې؛ یوازې د هغو جنابانو حق و، چې هم به یې دولت کې کار کاوه او هم به یې د کومې مدرسې سند درلود او یا به د کوم حاجي ملاصاحب نږدې انډیوال و. کټ مټ لکه د نن په څیر چې سوپر سکلز معاشونه او نور امکانات هغه چاته رسیږي چې له وزیر صاحب یا معین صاحب سره نږدې اړیکې ولري. کابل کې مې له یوې نانوايي ډوډۍ اخیسته. یوه لنګوټی په سر ځوان له بایسکله ښکته شو او کاغذي پرچه یې نانوای ته وړاندې کړه. نانوای پرې پوه نشو. ماته یې وښوده. پر کاغذ دوه درې کرښې لیکل شوې وې، خو په همدې لنډو کرښو کې څو ځایه املايي غلطي وه.
د دې کرښو لیکوال په یوه وزارت کې د کوم ریاست مرستیال و. ما، له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره کار کاوه، د دې ټولنې د جریدې ( سره میاشت) مسوول مدیر وم. زموږ ریاست (خپرونې او عامه اړیکې) پل هارتل کې و.
زموږ له ریاست سره جوخت د دې ټولنې د امداد او عملیاتو په نوم یو ریاست هم و. دې ریاست خوراکي مواد، د پخلنځي لوښي، شړۍ او … نور د ضروریت وړ توکي پر بېوزلو او طبيعي افاتو ځپلو خلکو ویشل. خو ځینې داسې بیوزله (!) خلک به هم وو چې په بایفور ډاټسنو کې به راغلل، موټرې به یې بار کړې او روان به شول. دلته به د ویش په ورځ د ښځو، ماشومانو یو شور جوړ و. ځینو سره به داسې عریضې په لاس وې چې نیمه برخه به یې شړیدلې وه، خو تر ریاسته به نه وه رسیدلې او د رییس صاحب لاسلیک به یې نه و په برخه شوی.
د دې ټولنې اصول دا و چې د سروې ټیم به له پلټنې وروسته له ټولو مستحقې کورنۍ په نښه کړې، لست کې به یې نومونه شامل کړل او بیا به په ټاکلې ورځ را وغوښتل شول او یوه بوجۍ وړه، یو من دال، همدومره بوره او کومه قوتۍ غوړي به ورکړل شول. خو ځینو سره به فوق العاده احکام و. د یوه حکم جمله مې هیڅ نه هیریږي. جمله داسې وه:(( و…. اخوند ډیر مستحق دی ۸۰ ګونۍ غنم ورکړئ!)) د ریاست شاوخوا به جلابان ګرځیدل. د فوق العاده امرونو لرونکي کسانو به له ګودامه غنم، غوړي، دال، بوره او… را وویستل او جلابانو به د پنځه زره ګونو او لس زره ګونو شنو بنډلونو په بدل کې ترې واخیستل. دا ننداره به هره اونۍ دوه ځلې روانه وه.
ځینو پخوانیو کابلیانو به ویل: یو وخت به څوک د دې ریاست خواته نه تیریده،خلکو چې به وپیژنده نو ګدایي ګر یې ورته ویل. ځکه دا مرستې د هر چا لپاره نه وې یوازې د طبيعي افاتو ځپلو او ډیرو نادارو لپاره وې. خو زما زړه ته دا خبره هیڅ نه لویده، ځکه دلته به د توزیع په ورځ په ډاټسنو او لنډ کروزرو کې ځینې خلک راتلل.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر مې ملګری و. دی د بغلان و او مخدوم عبدالسلام سعادت نومیده. څومره اخلاص چې ده کې و، که نیمايي هم په اوسنیو کې وای، نو ډیر کار به شوی و. یو عاجزه، بې کبره، صادق، بې تعصبه او مینه ناک شخص و.یوه ورځ یې ورور له سرې میاشتې مواد راوړل. ده پوښتنه وکړه او چې په خبره پوه شو، نو خپل ورور ته دومره غوسه شو چې نږدې و، وار پرې وکړي. طالبانو ته یې امر وکړ: ژر دا مواد باندې کوڅه کې کوم غریب کورته ورکړئ. د دې خوراک موږ ته زهر دی. یوه ورځ یې راته ویل:
وه لغمانیه! دا ستاسو سره میاشت کې د امداد او عملیاتو ریاست څه کمال لري؟ ما ویل: هیڅ کمال نه لري. له بیوزلو، طبیعی افاتو ځپلو خلکو سره مرسته کوي. بیا یې وپوښتلم: نو دا څنګه خلک دا ریاست خوښوي؟
ما ویل: خورد و بورد پکې زیات دی. د وزیر ټنډه را ګونځې شوه او په ټینګار یې وویل: همداسې ده؟
ما ویل بالکل.
غلی شو او بیا شیبه وروسته یې سر وښوراوه او په خندا شو. ما ویل وزیر صاحب څه خبره ده؟ – زه د ځینو خلکو ضعیفه نفسونو ته حیران یم. د ملایۍ دعوې به کوي، تسبیح به یې لاس کې وي او راته وايي به چې د امداد او عملیاتو ریاست کې مې مقرر کړه چې ښه خدمت وکوم. – ښه وايي کنه. – هغه څنګه؟ ـ ځانته پکې ښه خدمت کیږي. او له دې سره وزیر له خندا شین شو. نن هم چې له چا پوښتنه وکړې چې ولې ولسمشرۍ ته ځان کاندیدوې؟ نو وايي: دا وطن او ولس ډیر حق لري، باید خدمت یې وکړو. اوس پوښتنه داده چې دا خدمت یوازې په ولسمشرۍ کې دی؟ ایا له دې وړاندې یې هم کله وطن او خلکو ته د خدمت تش نیت کړی و؟ شاید د دوی نیت هم خپل ځان ته خدمت وي، یا به یې وګټي او بیا به ځان ته خدمت شروع کړي او یا به انتخاباتي مبارزه کې په ښه قیمت ځان په نورو وپلوري.
محمد نعمان دوست، جلال اباد ( ګرداب ورځپاڼه) د تلې ۱۳مه، ۱۳۹۲