سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeکالمونهقانعمېښې منمه د نواب صاحب دي/ عصمت قانع

مېښې منمه د نواب صاحب دي/ عصمت قانع

د کاندیدانو غومبر کابل پر سر اخیستی دی، د کابل واټونه، د کابل سړکونه، د کابل کوڅې او د کابل جادې د زنده آباد د شعارونو په ځوږ او شور کې د نا معلوم سرنوشت په ابهام کې له پیریاني تلوسې سره مخامخ دي.

د جنګسالارانو، د بشري حقونو د سرغړونکو، قاتلانو، لوټمارانو، تاراجګرانو او چپاولګرانو جوپې او ډلې یو ځل بیا غواړي چې د ملت پرسرنوشت باندې د خپلې واکمنۍ او سلطې لپاره د ډیموکراسۍ د جواز جعلي ماسک پر څېرو باندې وغوړوي.

دغه جنګي ټیکه داران، جهادي مداریان او بهرني جاسوسان، چې کله د خپلې نوماندۍ د کاغذونو پرپړې د انتخاباتو کمېسیون ته وړي، نو هماغه مسلحانه مانورونه ترسره کوي لکه د کورنۍ جګړې په زمانه کې چې یې ترسره کول.

په دوه سیټه ډاټسنونو کې د پیکا ماشیندارې، راکېټونه، کلاشینکوفونه، کله کوفونه او ډول ډول وسلې په عام محضر کې داسې نندارې ته وړاندې کوي لکه ماشوم ته چې څوک څپېړه د تهدید په توګه پورته کوي.

وړمه ورځ د قرغې او باغ بالا جاده د شپږو ساعتونو لپاره د مریضانو، د ښوونځیو د شاګردانو او عامو عابرینو پرمخ بنده وه، پکولونه او توپکونو یو ځل بیا د ابشارو د عامه وژنې یادونه راسپړل. د خوشحال خان مېنې د مامورینو کارتې او میرویس میدان پر هستوګنو سیمو باندې یو ځل بیا د جګړې او فتنې د زمانې غمیزې سیوری غوړولی وو.

هېچا هم نه شوای کولای چې وسله وال لنډه غر له عمومي جادې څخه څنډې ته کړي، هېچا هم حق نه درلود، چې له پکولونو او کلاشینکوفونو څخه د افغانستان د اساسي قانون د مدني مفاد پوښتنه وکړي، هېچا هم توان نه درلود چې توپک وګواښي او پاټک وسکونډي.

مځکه او اسمان، وخت او زمان ټول د جنګسالارانو تر قبضې او قوماندې لاندې وو. په افغانستان کې دا وخت ټول مدني او استخباراتي چوکاټونه دي، په افغانستان کې دا وخت ټول حقوقي چوکاټونه د اجرایې واک او اختیار له تازیاني څخه بې برخې دي.

په داسې وخت کې به یو عام افغان څنګه وکولای شي د قاتلانو د ګولیو اور ته د رایې یوه وړه ټوټه د مدني حق د سپر په توګه ونیسي.

په افغانستان کې به دا وخت څنګه یو مستحق او د ولس د تایید او ملاتړ وړ زعامت ددې جرآت پیدا کړي، چې د بهرني استخباراتي مافیا په ځنګل کې درنده وحشیانو ته د ولس د حق خبره وکړي؟

نړۍ وایي، چې افغانستان یو فاسد هېواد دی او پخپله د مفسدانو استخباراتي خدمات په پیسو اخلي. نړۍ وایي، چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو شمېره دا وخت په سر سام اوره توګه پورته تللې ده، خو د ملکي تلفاتو مست قاتلان یې له ملاتړ او حمایت څخه برخمن دي. نړۍ وایي، چې افغانستان د مخدره موادو د تولید نړیوال مارکېټ دی، خو پخپله هڅه کوي چې د مخدره موادو قاچاقبران د سیاسي قدرت پر ګدۍ باندې مظبوط او مستحکم واؤسي.

په هر حال په افغانستان کې د ډیموکراسۍ تر چتر لاندې یو نه مهارېدونکی انارشېزم ورځ په ورځ د افغانانانو صفوف او کرښې له خطونو، لاینونو او جهتونو څخه د انحراف پر لور کشوي.

ډیموکراسي د یوه هېواد د عام انسان د ډیموکراتیک حق د استعمال په نوم دی، د رایې او باور ورکولو د عمل په نوم دی، د نظر د اظهار نوم دی، د تفکر د ازادۍ نوم دی، خو دلته پر افکارو لا د جګړې خپسه پرته ده.

د رایې په مقابل کې کلاشینکوف سنګر نیولی دی، د مخدره موادو او استخباراتي مافیا پانګه د ولس او ملت د ارادې په وړاندې د پاټک په څېر ولاړه ده او د پاټک تر شا د توپک تهدید په خپل ټول زور سره برقراره دی.

د کورنۍ جګړې په زمانه کې یوه ورځ له شاعر اسحق ننګیال سره په نوي ښار کې روان وم، چې د ملت د اتحاد خبره یاده شوه.

ننګیال راته کړه، چې قانع ګله، ملت خو جګړه نه کوي، ملت خو اوس هم متحد دی، تاجک د پښتون پر هدیره ژاړي، هزاره د ازبک پر فاتحه ناست دی، ترکمن د بلوڅ د مرګ پر ماتم باندې وایي. یوازې جهاد دی، چې یو بل ته اړم شوي دي، جهادیان او مجاهدین دي، چې د خپلو قتلونو لپاره د قومونو جعلي ادرسونه میدان ته غورځوي.

ما ورته کړه، چې علاج به څه وي؟ ننګیال پرته له دې چې سوچ وکړي راته وویل، بس ډیموکراسي، ډیموکراسي او بیا هم ډیموکراسي. د قومي او ملي مسلې د حل تر ټولو غوره نسخه ډیموکراسي ده.

خو نن هماغه حنګسالاران دي، چې د ډیموکراسۍ سټیج یې قبضه کړی دی. که څوک ټیم جوړوي باید یو یې پښتون، بل یې تاجک وي او دریم یې هزاره وي، چې دا پخپله د ډیموکراسۍ د سبوتاژ یوه شعوري هڅه ده.

ملت د لیاقت او وړتیا پر بنیاد د خدمت کولو ټیم غواړي، خو حاکمیان د ملت د وېش پر فارمول باندې د ډیموکراسۍ او انتخاباتو مسلې حلوي. تر اوسه پورې هېڅ یوه کاندید د خپل مرام پر سر له خپل ټیم سره خبرې نه دي کړي، هېڅ یوه کاندید دا خبره میدان ته نه ده را اچولې، چې د نیابتي جګړې سوړې به څنګه تړو، د هېچا هم دې ته فکر نشته، چې وران ویجاړ اقتصاد به څنګه پر پښو درو، هېڅوک هم په دې فکر کې نه دی، چې په کوکنارو لړلې کروندې به څرنګه د خپلو اولادونو د حلالې ډوډۍ په منابعو تبدیلوو.

څرنګه به د سیند پر غاړه خپله لیونۍ تنده په خپل جام او خپلو اوبو ماتوو، یوازې او یوازې د اقتدار د قبضې خبره ده او د اقتدار د قبضې غیر دیموکراتیک ابزار او وسایل هم ټول د جنګسالارانو په لاس کې دي.

هماغه د اجمل خټک خبره:

مېښې منمه د نواب صاحب دي

دې کې خبره کول توان د چا دی

ولې ای ای د انسانانو ربه

د غه ګوجر غریب انسان د چا دی

  له محور ورځپاڼې په منننې.

4 COMMENTS

  1. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته واما بعد!
    په دغه ليکنه کې د افغانستانيانو د ننني غوبل ډېر ښه انځور ښکل شوی دی، چې د ۱۹۹۰ـ۱۹۹۲ کلونو پېلامې پکې ښکاري، چې وروسته له ۲۰۱۴ به لومړی د ټلوالو او تيکنوکراتانو بل غوبل وي او بيا نو هرومرو د طالبانو د راتګ مزل وي!
    په افغانستان کې ډيموکراسي هم خپل پېژند لري، ځکه په افغانستان کې ګوندونه د قومي سلسلې پر بنسټ جوړ دي، مګر نه د ټولنيز ژوند د قوانينو پر بنسټ، ځکه نو په افغانستان کې به رئيس جمهور (پښتون)، لومړی معاون (تاجک) ، دويم مرستيال (هزاره) او د ولسي جرګې مشر يې بيا ازبک او د مشرانو جرګې مشر يې (مجددي او يا پشيي او يا هم کوم بل عجم) وي، نو دغه فورمول هم د افغان په سر کې جوړ شوی دی، نو انشاالله د طالب سوټي او د انکرو منکرو متروکه به ورته راورسېږي!
    پاک الله دې پر افغانانو رحم وکړي او دماغزو توله دې يې نوره هم وردرنه کړي!
    معه سلاموکم الاهلول افغانيون
    ملا ميوند آخوند

  2. سلامونه قانع صاحب, درنو ليکوالانو او تبصره کونکو ته!!!
    يوه خبره مي هر وخت ځوروی او حيرانوی هم.
    او هغه دا چه ټول په هيواد مېن او بااحساسه افغانان لکه قانع صاحب,ننګيالصاحب, نعماندوست صاحب, ډاکټر زغم صاحب, يون صاحب, ليوال صاحب او سلګونه نور صاحبان ولې سره نه راټوليږی, او د خپل ملت غم نه خوري.
    ۱. ايا دوۍ يو بل نه پيژنی او باېد بل سره معرفی سي.
    ۲.يا دوۍ يو بل پيژنی خو مخالفت لری
    ۳. يا هر يو من ده بل من په ځان نه سۍ منلۍ
    ۴. يا دوۍ مو هم د ليډرانو په څير تش په خبرو غلطوي
    ۵. يا دملت راټولولو توان نه لری
    يا کومه بله خبره ده مهربانی وکړۍ پوه مي کۍ چه څه وجه ده.
    پاملرنه!!!!
    دا پاسنی ټول راته ډير ګران دي او هره ليکنه يي په ډيره مينه لولم.
    مننه سباوون
    ستاسو تبصره

  3. قانع صیب سلامونه مې ومنئ . له ډیره وخته ستاسو لیکنې لولم خدای سته چې یوه نیمه خبره مو دکاڼي کرخه وي خو یوه خبره کووم هیله ده چې خوا به نه پرې بده وو ـ دا هرڅه ددې کونډې ډیموکراسۍ زیږنده دي چې دې زیږون پلارئې جارج بوش وو او اتڼ چیان ئې دکرزي خیلو ډله وه ـ که جهادي وو که کمونیست وو که لیکوال وو که شاعر وو او که ډم او جولا ټول په دې اتڼ ورګډ شو په دې هیله چې بس دی نوره مو غوا لنګه شوه دشودو ویالې به بهیږي او زمونږ به پرې سر وي ـ
    تا سې هم بې له کوم فکر سوچ نه په دې اتڼ ورګډ یئ او هر څه چې کیږي پړه ئې ستاسو په غاړه هم ده ولا که د مسئولیت نه ځان رانه خلاص کړي ، یو وخت به ددې خوار ملت لاس هم بر شي ـ دړندو کڼو په دې اتڼ کښې مو قاتلان ، لوټماران ، بې موره بې پلاره راوستل مسلح مو کړل او د خلکو سرنویشت مو په لاس کښې ورکړ ـ خوشاله وئ چې ډیموکراسي ده ، پر مختګ کوو ـ ناموس ئې رانه ،بې پته کړ ، بچیان ئې رانه یتیمان کړل ، ودونه مو بمبار شول ، جنازې مو بمبار شوې سپین ږیري مو بې پته شول ـــــ او س دا چیغې وهل بې معنا دي او س مو لاسونه دهم دغو په شان په وینو لړلي ، اوس په خپلو ډیموکراتو بادارانو نیوکې مه کوئ داهرڅه دخپله لاسه

  4. جلال خان صاحب

    د دی ټولو ناخوالو سره سره بیا هم دموکراسی یوه سمه لاره ده چی باید تعقیب یی کړو. همدا دیموکراسی ده چی د لومړی ځل لپاره حکومت په سوله کی له یو کس نه بل کس ته انتقالیژی که نه نو د افغانستان تاریخ ډیر ښه درته معلوم ده. همدا دیموکراسی ده چی نن که سیاف ده که دوستم که ګل آغا شیرزوی ده او که عبدالله عبدالله غواړی د یوه مشروع میکانیزم له لاری قدرت ته ورسیژی کنه نو دغه خلکو به هغه څه کړی وی چی شل کاله مخکی یی کړی وو

    دیموکراسی د نړی په سطح یو ښه مثال دی دا چی مونژ یی څومره ښه تطبیق کوو دا هم زمونژ فرهنګ پوری اړه لری
    پدی نړی یو ځلی سترګی وغړوه چی د دیموکراسی لرونکو هیوادونه ترقی چیرته رسیدلی بیا به درته د دیموکراسی ګټی معلومی شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب