پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeروغتیاپه هېواد کې د ستون‌ فقرات د مایکروسکوپیکې جراحي پیل

په هېواد کې د ستون‌ فقرات د مایکروسکوپیکې جراحي پیل

طبابت هره ورځ پر مخ روان دی او په هر ډګر کې یې هڅه کېږي چې داسي میتودونه رامنخ ته شي چې ناروغ ته پکي کم زیان ورسېږي.

اوس مهال د هر سیستم جراحي میتودونه minimal invasive میتودو ته اوښتي او له هغو میتودو څخه چې ډېر انساج پکي تخریبېږي؛ کم کار اخستل کېږي.

د نړۍ په کچه، په ځانګړي توګه زموږ په هېواد کې ډېر ناروغان د ملا د تیر له بې نظمیو سره مخ دي. د نړۍ په پرمختلولو هېوادو کې د دې ستونزو د له منځه وړلو لپاره د مخکنیو maximal invasive جراحي میتودو په ځای نوي minimal invasive میتودونه رامنځ ته شوي چې د ناروغ ډېر کم انساج پکي زیان ویني او ناروغ بسترېدو ته اړتیا نه لري، او نه هم له عملیات څخه وروسته ناروغ له کوم اختلاط سره مخ کېږي.

له نېکه مرغه دا میتودونه زموږ د یوه تکړه افغاني پروفیسور ډاکتر عظیم مسافر په وسیله چې د جرمني په هېواد کې د ستون فقرات د میکروسکوپیکو میتودونو ډاکټر؛ دی زموږ هیواد ته د رالېږدېدلو په حال کې دي، چې دا میتودونه زموږ په څنګلورو هیوادو لکه پاکستان او هندوستان کې هم نه شته، تر اوسه پوري د ستون فقرات اکثره ناروغان په کابل او ولایاتو کې د مختلفو ډاکترانو له لوري په هغه میتودو عملیاتېږي چې د طبابت له ډګره د لمړنۍ نړۍ په هیوادو کې له منځه تللي، د بېلګې په توګه هغه ناروغان چې د بین الفقري Disk راوتلتیا ولري هغه ته یو ډول عملیات چې Laminectomy نومېږي اجرا کېږي، پداسي حال کې  چې که نوموړی عملیات اوس په اروپایي هیوادو کې اجرا کړې باید خپل ډیپلوم له لاسه ورکړې، ځکه په اوسنۍ نړۍ کې د ستون فقرات جراحان پدې عقیده دي چې (Never do laminectomy)، چې دا مقوله دوه استثناات لري یو یې د فقراتو  tumoral افات دي او بل Cauda equine syndrome دی.

اما زموږ په هیواد کې تر اوسه هم هره ورځ په لس ګونو laminectomies اجرا کېږي، هغه میتودونه چې د ډاکتر صیب مسافر په وسیله راوړل شوي عبارت دي له MAPN (Microscopic assisted percutaneous neucleotomy) او MAPD (Micoroscopic assisted percutaneous decompression)

همدارنګه نور هم څو میتوده دي چې دا مې د نمونې په توګه یاد کړل، پدې عملیاتو کې د ناروغ 5mm جلد شق کېږي او د میکروسکوپ او فلوروسکوپ په وسیله مداخله کېږي، پداسي حال کې چې په مخکنیو عملیاتو کې د 10cm په حدودو کې جلد شق کېدو، چې وروسته له عملیاته د یو یا دوو کلو له تېرېدو څخه به ناروغ د عین مخکنیو اعراضو څخه شکایت کاوو چې هغه ته post laminectomy syndrome وايي.

اما زه دې ته هیله مند یم چې د ډاکتر صیب مسافر دا هوډ به افغان ولس له دې تراژيدۍ خلاص کړي، ډاکتر صیب مسافر هوډ لري چې یو شمېر افغاني ډاکتران په دې ډګر کې وروزي هغه وايي چې زه نه غواړم د وریځې غوندي راشم تېر شم ځینې برخې لندې کړم او بس زه هیله لرم چې یو شمېر ځوان افغان ډاکتران د ستون فقرات د جراحۍ په برخه کې وروزم ترڅو دا جراحۍ په هیواد کې د روټینې جراحۍ په توګه رامنځ ته شي.

ډاکټر زلال احمد رنځورمل

2 COMMENTS

  1. Thanks a lot my brother, in Germany spinal surgery is not neurosurgery but is rellated to Orthopaedic surgery, and Dr mosafer is Orthopaedic surgeon, who have sub speciality in spinal surgery.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب