شنبه, جولای 6, 2024
Homeروغتیاپر روغتيا د زيتونو اغېزې

پر روغتيا د زيتونو اغېزې

ژباړه: حمیدالله حمیدي
زيتون پر دې سربېره چې خوندوره مېوه ده، د هډوکو د خرابېدو، د ځینو سرطانونو، د مفصلونو د درد او التهاب، د هاضمې سيستم د خرابوالي، حساسیتونو، د زړه او ګڼو نورو ناروغیو مخه نیسي.
د زیتونو له غوړيو ګټه اخیستنه اوس ډېره شوې، خلک یې په خوړو کې کاروي؛ ځکه دغه غوړي په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه غذايي مواد لري، خو د غوړیو ګټې یې باید د دې سبب نه شي چې پخپله زيتون له پامه وغورځوو.
اوس چې کرنې پرمختګ کړی، د زیتونو د مېوې ډېر ډولونه پیدا کېږي او کېدای شي په هره بڼه کې یې د شته موادو شتون هم توپیر وکړي، خو په ټوله کې زیتون د روغتیا لپاره ګټور دي.
کولای شی له زیتونو څخه په سلاد، برګر او ټولو هغو خوړو کې ګټه واخلی چې هره ورځ يې په کور کې پخوی.
زیتون په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه معدني مواد، بېلابېل ويټامینونه، اوسپنه، فایبر، فېنولي ترکیبات، اولیک اسید او انټي اکسیدان لري.
د زیتون د غوړيو او یا خپله د زیتونو خوړل د مفاصلو درد او التهاب له منځه وړي او له هغو کسانو سره هم مرسته کوي چې د روماتېزم پر ناروغۍ اخته دي.

1 COMMENT

  1. سلامونه
    حمیدي جانه! ډیره مڼنه له ګټورو او ښو ژباړو دې.
    د زیتونو په باب باید اضافه کړو چې اول خو ېې نوم په قرآن عظیم الشان کښې راغلی ( والتین والزیتون ..): سوره التين.
    کله چې په ترکیه کې وم ۳ رنګه شنه،تور او سره مې لیدلي ول ؛ خو اوس په بلجیم کې مې دوه ډوله نور چې ژیړ او سپین دي او له هسپانیا یا ایټالیې څخه راوړل کیږي ، هم ولیدل .
    او ډاکټران وايي چې که څوک لوړ کولیسترول د وینې ولري، د حیواني غوړیو پر ځای ورته د زیتون او نباتي غوړي ګټور ثابت شوي دي. په درنښت او بیا بیا مڼنه. پخوانی ډاکټر. ح.ز.ص.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب