شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeداسې هم شتهساینسنامتو ساینسپوه سټیفن هاوکینګ د ۷۶ کلونو په عمر مړ شو

نامتو ساینسپوه سټیفن هاوکینګ د ۷۶ کلونو په عمر مړ شو

تاند- ستر بریتانیايي ساینسپوه سټېفن هاوکینګ د تورو سوړو یا بلک هول او عام نسبیت په برخو کې مهمې نظریې وړاندې کړي او څو مهم کتابونه یې لیکلي چې تر ټولو مشهور یې د زمان لنډ تاریخ نومېږي.

د هاوکینګ د مړینې خبر د ده کورنۍ تایید کړ.

د هغه اولادونو لوسي، رابرټ او ټام وویل چې پلار یې یو لوی عالم او فوق العاده سړی و چې ورڅخه پاتې اثار او نظریې به یې د کلونو لپاره ژوندۍ وي.

سټیفن هاوکینګ، چې نامتو فزیکپوه و، د فضايي تحقیقاتو په برخه کې زیاتې لیکنې کړي او کتابونه یې چاپ شوي دي.

د هغه یو کتاب، چې د وخت لنډ تاریخ، نومیږي په ۱۹۸۸ کال کې چاپ او د رپوټونو په اساس څه باندې لس میلیونه کاپۍ یې خرڅې شوې.

سټیفن هاوکینګ  په ۱۹۶۳ میلادي کال د نورون په نوم د اعصابو په یوې ډېرې نادرې ناروغۍ اخته شو او فلج یې کړ.

د هاوکینګ دا ناروغي په ۲۲ کلنۍ کې تشخیص شوه او ډاکترانو

دې ناروغۍ سربېره پر دې چې هاوکینګ له ګرځېدو وایست د خبرو کولو توان یې هم ورڅخه واخیست. ده به د یوې خاصې کمپیوټري وسیلې په ذریعه خبرې کولې.

د هاوکینګ اولادونو د خپل پلار په اړه لیکلي چې د دې ترڅنګ چې سخت زیارکښ و، ډېر ژوندی زړی او ټوکي و.

هاوکینګ په اکسفورد کې رېږېدلیپه اکسفورډ پوهنتون کې یې طبیعي ساینس لوستی او دوکتورا یې په کیمبریج کې اخیستې ده.

ده په وروستیو کې خبرداری ورکړ چې که د مځکې د تودوښې درجه په اوسني ډول په زیاتېدو وي، دا سیاره یا ګُره به د وینوس په شان توده شي او د انسان له اوسېدو به ووځي.

د هاوکینګ په وینا که د کلتوني ګازونو خپرېدا ونه درول شي، په راتلونکې کې به د مځکې د تودوښې درجه د وینوس هومره یعني د سانتي ګراد ۴۶۰ درجو ته لوړه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب