Homeداسې هم شتهساینسداسې ماشین جوړ شو چې د بدن منځ خورا روڼ ښيي

داسې ماشین جوړ شو چې د بدن منځ خورا روڼ ښيي

تاند- په امریکا کې څېړونکو یو داسې پروجیکټر جوړ کړی چې د انسان د بدن غړي د هغه پر پوستکي ښيي.

د البرتا پوهنتون څېړونکي وايي، دا پروجیکټر د انسان د پوستکي لاندې د هغه هډوکي او نور غړي داسې ښيي لکه چې هیڅ پوستکی ونه لري.

دا پروجیکټر (ProjectDR) نومېږي او لا په تجربوي پړاو کې دی.

دا ټکنالوژي د بدن داخلي برخې د پخوانیو وسایلو خلاف ډېرې واضیح ښيي.

۳ بعدي سي ټي سکن یا ایم آر آی هم د بدن داخل ښيي خو دا پروجیکټر تر دغو دوو ټکنالوژیو د انسان د بدن منځ روڼ ښيي.

په دې پروجیکټر کې ماورای بنفش کمرې نصب دي چې د بدن پر مهمو برخو اېښودل کېږي او ورڅخه عکس اخلي.

ډي ار پروجیکټر سږې، د وینو رګونه او نور غړي جلا جلا ښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...