یکشنبه, مې 5, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد موټرو د پارکینګ لارښود

د موټرو د پارکینګ لارښود

تاند- له دې وروسته به په موټرو کې د پارکینګ کېدو لاروښود یا نیفي ګېټر هم وي.

بي ایم ډبلیو کمپنۍ غواړي چې په خپلو ټولو نویو موټرو کې داسې وسیله نصب کړي چې په پارکینګونو کې خالي ځای معلوموي.

په سترو پارکینګونو کې موټرچلوونکي د ځای په موندلو کې ډېر سرګردانېږي.

د جرمني بي ایم ډبلیو د ځای موندونکو وسیلو له سترې کمپنۍ (Parkmobile) څخه د پارکینګ موندلو اپلیکېشن اخیستی دی.

بي ایم ډبلیو، چې جرمنیان یې بي ایم وې بولي، غواړي چې په درسته نړۍ کې په خپلو موټرو کې دا اپلیکېشن نصب کړي.

دا کمپنۍ باور لري چې د پارکینګ موندلو اپلیکطشن به د دوی د موټرو د خرڅلاو له زیاتېدو سره مرسته وکړي.

د بي ایم ډبلیو کمپنۍ په وینا په سلو کې ۳۰ ترافیک یا ګڼه ګوڼه هغه کسان رامنځته کوي چې په پارکینګونو کې په خالي ځای پسې ګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب