Homeروغتیارومي بانجان او پر بدن یې اغېزې/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

رومي بانجان او پر بدن یې اغېزې/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

 څېړنو ثابته کړې چې د رومي بانجانو دانې کولی شي د یوه طبیعي درمل په توګه د اسپرینو په څېر ګټورې تمامې شي. څېړونکو د رومي بانجانو په دانو کې داسې مواد کشف کړي چې د وینې د لخته کېدو مخنیوی کوي، په بدن کې د وینې له جریان سره مرسته کوي او د اسپرینو په څېر کار ورکوي.

همدا اوس ګڼ شمېر کسان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې اسپرین کاروي، څو د وینې له لخته یا ټینګېدو یې مخینوی کړی وي، په داسې حال کې چې اسپرین له خپلې ښېګڼې سره سره ځینې جانبي عوارض هم لري او په معده کې د وینې بهېدنې لامل کېږي.

روغتیاپالان وایي، د سرو بانجانو د دانو له خوړلو درې ساعته وروسته په بدن کې د وینې جریان خپل نورمال حالت ته راځي او دغه چاره تر ۱۸ ساعتونو پورې دوام کوي.

یوه څه ته مو باید پام وي چې د سرو بانجانو د دانو په کارولو سره په خپل سر د اسپرینو کارول پرې نه ږدئ، بلکې له خپل معالج ډاکټر سره هرو مرو مشوره وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...