شنبه, مې 18, 2024
Homeروغتیاد قند د اندازه کولو لینز جوړ شو

د قند د اندازه کولو لینز جوړ شو

تاند- په جنوبي کوریا کې د سترګو یو نرم لینز جوړ شو چې د سترګو په اوښکو کې د شکر یا قند یا د وینو د ګلوکوز اندازه معلوموي.

دا لینز د هغو کسانو لپاره جوړ شوی چې د شکر یا قند په ناروغۍ اخته دي یا یې د وینې قند لوړ دي چې باید تل کنټرول شي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د جنوبي کوریا د اولسن د ساینس او ټکنالوژۍ د ملي انستیتیوت د څېړونکو په وینا دا لینز د قند یا شکر له ناروغانو سره مرسته کوي چې د خپلې وینې د ګلوکوز اندازه د سترګو په رپ کې معلومه کړي.

دا نرم او قاتېدونکی لینز د سترګو په اوښکو کې د قند اندازه مېچ او نتیجه یې په یوه سکرین کې ښيي، که د چا د وینې قند زیات وي، په لینز کې یو کوچنی ایل اي ډي (LED) ګروپ بلېږي.

د جنوبي کوریا څېړونکو دا لینز پر سویانو ازمویللی، د دوی په وینا ژر به له دې لینز څخه د انسانانو د شکر د اندازه کولو لپاره په پراخه پیمانه کار واخیستل شي.

په طبیعي ډول د وینې د قند د کمولو لار په لاندې ویدیو کې:

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب