دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکلتورسینماسلمان خان نیمه افغان نیمه عراقۍ نجلۍ ومونده

سلمان خان نیمه افغان نیمه عراقۍ نجلۍ ومونده

تاند- د هندي فلمونو پښتون الاصل لوبغاړی سلمان خان وايي چې بالاخره یې نجلۍ ومونده.

سلمان خان، چې تل ورڅخه پوښتنې کېدې چې کله به واده وکړي، په یوه ټویټري پیغام کې لیکلي«مجې لړکي مل ګیي»

د سلمان خان له لوري د دې پیغام له خپرېدو وروسته خلکو ګڼې پوښتنې وکړې.

«څوک ده؟ کله به واده کوئ؟»

حتي ګڼو رسنیو وویل چې سلمان خان واده کوي او نجلۍ یې موندلې ده.

خو سلمان خان، چې غوښتل له خلکو سره ساتیري وکړي، وروسته وویل چې نجلۍ یې د خپلې خور د خاوند ایوش شرما لپاره موندلی ده.

نوموړی به د یوه فلم، چې سلمانخان یې جوړوي، ستوری وي.

د سلمانخان له لوري د دې فلم لپاره موندل شوې نجلۍ ورینه حسین نومېږي، پلار یې عراقی او مور یې افغانه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب