چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeداسې هم شتهساینسکاناډا په مصنوعي ذهانت ځانوژونکي معلوموي

کاناډا په مصنوعي ذهانت ځانوژونکي معلوموي

تاند- د کاناډا حکومت غواړي چې له مصنوعي ذهانت یا ارټیفیشل انټلجنس څخه په استفادې په ټولنیزو رسنیو کې هغه کسان وڅاري چې د ځان وژلو یا انتحار هڅه کوي.

هر کال ۴ زره کاناډایان ځانونه وژني. د کاناډا د روغتیا د ادارې پر اساس انتحار د کاناډايي ځوانانو د مړینې دوهم ستر عامل دی. تر ټولو زیات ځانوژونکي د ۴۰ او ۵۰ کلونو ترمنځ کسان دي.

د کاناډا حکومت په دې برخه کې د مصنوعي ذهانت له (Advanced Symbolics) کمپنۍ سره همکاري کوي چې د ځان وژنو مخه ونیسي. دې کمپنۍ د مصنوعي ذهانت له مخې د امریکا او کاناډا د انتخاباتو د پایلو او دغه راز د بریتانیا د بریګزیټ یا له اروپايي اتحادیې د بریتانیا د وتلو وړاندوینې کړې وې او دقیقې وې.

دا شرکت په ټولنیزو رسنیو کې د ۱۶۰ زره کاروونکو پوستونه څېړي چې ایا د ځان وژنې لېوالتیا پکې شته او که نشته.

تر کاناډا وړاندې ځینو نورو هیوادونو هم له ټکنالوژۍ څخه په استفادې د ځانوژونکو د معلومولو او د هغو د انتحار د مخنیوي لپاره کار اخیستی دی.

د تېر کال په نوومبر کې فیسبوک شبکې د ځانوژنې د مخنیوي لپاره د مصنوعي ذهانت وسیله نړیوالو ته وړاندې کړه. د فېسبوک هدف له هغو کسانو سره مرسته وه چې په پوستونو یا فیسبوکي لیکنو کې یې ځان وژنې ته لېوالتیا موجوده وه.

اینسټاګرام هم تېر کال دې ته ورته وسیله وړاندې کړه چې د هغو کسانو ویدیوګانې یې ښودلې چې ځانوژونکي افکار لري.

د کاناډا د حکومت پروژه په تېره جنورۍ میاشت کې پیل شوه او په جون کې پای ته رسېږي.

لومړی به دا پروژه په تجربوي ډول د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو پوسټونه وڅاري، ۵ کاله وروسته به د کاناډا حکومت پرېکړه وکړي چې ایا دوام ورکړي او که ورنه کړي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب