دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeداسې هم شتهساینسهاوکینګ؛ زموږ مځکه ممکن له ژونده ووځي

هاوکینګ؛ زموږ مځکه ممکن له ژونده ووځي

تاند- مشهور فزیکپوه سټیون هاوکینګ خبرداری ورکوي چې که د مځکې د تودوښې درجه په اوسني ډول په زیاتېدو وي، دا سیاره یا ګُره به د وینوس په شان شي.

د ساینس ویبپاڼې د راپور له مخې، سټیون هاوکینګ وايي چې مځکه ممکن دومره توده شي چې انسان پکې اوسېدای نه شي.

ده مخکې ویلي و چې د پاریس له اقلیمي موافقې څخه د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د وتلو پرېکړه د مځکې په تاوان ده.

هاوکینګ په تازه څرګندونو کې ویلي چې که د کلتوني ګازونو خپرېدا ونه درول شي، په راتلونکې کې به د مځکې د تودوښې درجه د وینوس هومره یعني د سانتي ګراد ۴۶۰ درجو ته لوړه شي.

وینوس لمر ته دوهمه نژدې سیاره ده او ۴ ملیارد کاله پخوا مځکې ته زیاته ورته وه.

دا سیاره تر ۲ ملیارد کاله پخوا پورې د ژوند وړ وه، اوبه یې لرلې او د تودوښې درجه یې مځکې ته ورته وه.

ګلتوني ګازونو د دې سیارې سمندرونه وچ کړل او له هغې یې یوه سره کُره جوړه کړه.

اوس په دې سیاره کې ډېر تېز بادونه چلېږي چې سرعت یې په ساعت کې ۲۰۰ کیلومتره اټکل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب