دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeروغتیاپر اومیندوارو د وای فای اغېز

پر اومیندوارو د وای فای اغېز

تاند- د امریکا د اوکلنډ پوهنتون څېړونکي وايي چې اومیندوارې ښځې دې ځان له موبایل ټېلفون او وای فای څخه لېرې ساتي.

د دوی څېړنې ښيي چې د موبایل او وای فای وړانګې په ښځو کې د جنین د ضایع کېدو خطر زیاتوي.

د بریتانیا د ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، د اوکلنډ پوهنتون د څېړونکو (Kaiser Permanente Divisionof Research) د تحقیقاتو پر اساس د موبایل او وای فای وړانګې د اومیندوارو ښځو د جنین د ضایع کېدو خطر تر پنځوس سلنې پورې زیاتوي.

تر دې وړاندې په څېړنو کې ښکاره شوې وه چې دا ډول وړانګې د برښنا او ټېلفون له مزو څخه هم رامنځته کېدای شي او د انسان د بدن لپاره مضرې دي.

دا ډول وړانګې د جنیټیکي تغییراتو او سرطان سبب کېدای هم شي.

د اوکلنډ پوهنتون څېړونکو پر ۹۱۳ ښځو د اومیندوارۍ په مختلفو پړاوونو کې څېړنه کړې. په څېړنه کې د ټولو برخوالو ښځو (Kaiser Permanente Division of Research) ټیست واخیستل شو چې په ۲۴ ساعتونو کې د انسان په بدن کې د وړانګو اندازه معلوموي.

په تحقق کې څرګنده شوه هغه ښځې چې له وړانګو سره مخامخ وې، تر نورو پکې د جنین د ضایع کېدو خطر په سلو کې ۴۸ زیات دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب