Homeروغتیامېوې او سبزي د معدې د سرطان مخه نيسي/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

مېوې او سبزي د معدې د سرطان مخه نيسي/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

ډاکټران وایي، د معدې د سرطان اصلي لامل په دغه حیاتي غړي کې د هیلکو باکټرپیلوري پیدا کېدل دي. د دغه مېکروب نښې نښاني په ډېرو کسانو کې نه لیدل کيږي، خو په ځینو کې بیا د معدې د زخم لامل کيږي. د روغتیا د برخې متخصصین وایي، ډېری هغه غذاګانې چې په سر پټو قطیو کې راځي او د ډېر وخت لپاره ساتل کيږي په اسانۍ سره د معدې سرطان پیدا کولی شي. ‌ډاکټران ترشي، پېک شوي کبان، مالګينه او وچه غوښه د معدې د مېکروب او سرطان عمده لاملونه بولي. په زیاته کچه له مېوې او سبزيو څخه ګټه اخیستل د معدې پر سرطان د اخته کېدو ګواښ له ۳۰ تر ۵۰ سلنې پورې را کموي. ډاکټران د هغه کسانو لپاره چې د معدې زخم لري، په ډېره پیمانه د تازه میوې او سبزیو د خوړلو سپارښتنه کوي. د مېوې او سبزیو ساتنې ته هم باید جدي پاملرنه وشي، څو معدني مواد، ويټامینونه، اکسيدانونه او پکې شته فیبر له منځه ولاړ نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...