تاند- د یوه افغان ډاکتر له لوري اختراع شوې طبي اله د سلګونو کسانو لپاره، چې د زنګون هډوکي یې مات شوي ول، په درد وخوړه.
د امریکا د متحدو ایالتونو په اوریګان ایالت کې د اورتوپیدي متخصص ریچارډ ګیلمن وايي، د افغان ډاکتر محمد اسماعیل وردک له لوري جوړه شوې طبي اله په افغانستان کې د ۱۵۰۰ او په نورو هیوادونو کې د شاوخوا ۱۰۰ ناروغانو د درملنې لپاره کارول شوې او ښه نتیجه یې ورکړې ده.
له ډاکتر وردک سره د کابل د محمد داوود خان د څلورسوه بستري روغتون بل متخصص ډاکتر عبدالرزاق سیاوش همکاري کړې ده.
دوی دواړه د اورتوپیدۍ متخصصان دي.
ډاکتر ګیلمن وايي چې د افغان ډاکترانو له لوري جوړه شوې اله یې دوه ځلې د زنګون د ماتېدو د تثبیت لپاره کارولې ده.
دا اله په نړۍ کې بې سارې بلل شوې او د زنګون د هډوکي د درملنې لپاره خورا ګټوره ده. دا اله ناروغ له بستري کېدو او د هغه پښه د پلستر کېدو له اړتیا ژغوري او وروسته له دې چې الې د ناروغ د زنګون ستونزه تشخیص کړه، هغه ته رخصت ورکول کېږي چې کور ته لاړ شي او عادي ژوند پیل کړي.
پر افغانستان سربېره په بنګله دېش، فلیپین، امریکا، هند، پاکستان او ګڼو نورو هیوادونو کې د زنګون د ماتېدو او کسر د درملنې لپاره دا اله کارول شوې ده.
د امریکا د روغتیا ملي انستیتیوت د زنګون د هډوکي کسر او ماتېدو د تثبیت لپاره د ډاکتر وردک اختراع تر نورو ټولو طریقو اغېزمنه بللې ده.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ډاکتر وردک ته د طبي خدماتو په خاطر د سید جمال الدین افغان جایزه ورکړې ده.
په اکثرو ټولنو او دولتونو کی د عالی ، مبتکراوهغه چی د اختراع ظرفیت لری دملی اوحتی بشری پانګی په حیثیت ورته ارزښت قایل وی خو دلته افغانستان کی د دوی حق د فاسدو حکامو بچیان او اقارب یی ضایع کوی او ددی پر ځای چی دی مستحقینو ته زمینه د لوړو تحصیلاتو مساعده شی د رئیس ،وزیر،وکیل ،جنرال او نورو ظالمانو اولادنه پری لوبی کوی ، حال دا چی دی تیار خورو او مردارخورو نه اکثرا څه نه جوړیږی او اصلی مستحقین محروم او تر اوسه دی ساحه کی کوم دپام وړ کار ندی شوی نو مؤمنو حکامو ته پکارده چی دا ملی او بشری پانګه بی اهمیته ونه ګڼی او د ښی پالنی زمینه ورته مساعده شی تر څو موږ ګڼ شمیر ابتکارونه او اختراعات ولرو.