دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeروغتیاولې ځیني کسان کیڼ لاسي دي؟

ولې ځیني کسان کیڼ لاسي دي؟

تاند- نن (د جنورۍ لومړۍ) د کیڼ لاسو نړیواله ورځ ده. ټایم مجلې په دې مناسبت یوه لیکنه خپره کړې.

ټایم د نیویارک ټایمز ورځپاڼې پر اساس لیکلي، په پخوا وختونو کې خلکو باور درلود چې چپ لاسي د شرارت زیات استعداد لري او باید دوی ځان بدل کړي؛ یعني ښی لاسي شي.

له ښه مرغه له کیڼ لاسو سره دا تبعیض اوس نه کېږي، خو لا هم ځینې خلک حساس دي چې ولې یو ماشوم کیڼ لاس کېږي.

احصاییې ښيي چې په سلو کې ۹۰ خلک ښی لاسي او یوازې په سلو کې ۱۰ کیڼ لاسي دي.

ځینې اوسني او پخواني مهم شخصیتونه کیڼ لاسي وو؛ لکه د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما، د نړۍ تر ټولو شتمن بیل ګېټس…

ځینې څېړونکي په دې اړه چې ولې یو شمېر کسان کیڼ لاسي دي، باور لري چې دا مسله تر یوه حده ارثي یا جنیټیکي ده، خو حقیقت دا دی چې یوازې په ارثي ډول هم یو څوک کیڼ لاس نه پیدا کېږي.

په ۲۰۱۳ م کال په یوه څېړنه کې، چې په پولوس جنټیکس (PLOS Genetics) مجله کې خپره شوه، څرګنده شوه چې جین او ارث د یو چا په چپ لاسي توب کې اغېز لرلی شي.

ځینې نور متخصصان وايي چې جینیټک په دې برخه کې ۲۵ سلنه رول لري، خو تر ډېره له تصادف سره تړاو لري.

سره له دې چې څېړونکي لا هم په دې موضوع څېړنو ته دوام ورکوي، د متخصصانو څېړنو ښودلې چې د انسان سلوک او خوۍ له دې سره تړاو نه لري چې کیڼ لاس دی که ښی لاسی.

خو بې له شکه کیڼ لاسي ځینې امتیازونه لري، په تېره بیا په سپورت کې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب