د کوچنیانو کیسه
په پخوا زمانو کې یوې مهربانې نجلۍ د یوه ښایسته او سمسور ګلبڼ تر څنګ ژوند کاوه، چې د ګلبڼ شهزادګۍ په نامه مشهوره وه. د ګلبڼ شهزادګۍ به هره ورځ د ګلونو خدمت کاوه کلونه کلونه به یې هر سهار د ګلونو پوښتنه کوله، هغوی ته به یې مینه ورکوله او اوبول به یې.
د ګلبڼ شهزادګۍ څه وخت وروسته سخته ناروغه شوه او ګلبڼ ته نه شوه تللای. د ګلبڼ او ګلونو د لیدلو په هیله وه او تل به یې له ځان سره ویل چې ګلبڼ او ګلان به په کوم حالت کې وي؛ نو همدا وو چې د ګلبڼ شهزادګۍ به هره ورځ په ګلبڼ او ګلونو پسې ژړل او د هغوی لیرې والی یې نه شو زغملی. د ګلبڼ ګلونه هم د ګلبڼ په شهزادګۍ پسې خفه شوي وو، څوک نه وو چې د هغوی خدمت وکړي، مینه ورکړي او ترانې ورته ووایي.
له همغو ورځو څخه یوه ورځ، سپينه کوتره د ګلبڼ د شهزادګۍ د خونې په کړکۍ کې کښېښناستله، کله یې چې سترګې په شهزادګۍ ولګېدلې، پوهه شوه چې دا خو هماغه مهربانه نجلۍ ده، چې کوترو یې په اړه خبرې کولې. همدا شهزادګۍ ده! نو په بیړه بڼ ته لاړه او ګلونو ته یې خبر ور وړ چې شهزادګۍ سخته ناروغه ده.
دا چې ګلونه ددې خبر له اورېدلو ډېر خواشیني شوي وو، په دې لټه کې وو چې د شهزادګۍ لپاره د روغتیا لاره ولټوي؛ له هغو څخه یوه یې وویل: « کاشکې توانېدلی چې د هغې لیدلو ته ورغلي وای؛ خو پوهېږو چې دا کار شونی نه دی!»
کوترې وویل: « دا خو سخته خبره نه ده! زه کولای شم چې هره ورځ یو – یو په خپلې مښوکې راټول کړم او د هغې لیدلو ته مو ورولم.»
ګلان د کوترې ددې وړاندیز په اورېدلو سره خوښ شول او له هغې ورځې راوروسته ، هره ورځ کوترې یو – یو په مښوکه کې نیوه او د ګلبڼ شهزادګۍ ته یې وروړل، چې د ګلونو په لیدلو او بویولو سره د ګلبن د شهزادګۍ حالت ورځ تر بلې ښه کېده.
یوه شپه، چې د ګلبڼ شهزادګۍ ویده وه، په ناڅاپي توګه د ژړغوني غږ په اورېدلو سره له خوبه راويښه شوه!
لاس یې په دېوال کېښود او ورو ورو د بڼ په لور روانه شوه، کله چې بڼ ته د ننه شوه، پوهه شوه چې ژړغونی غږ د چا وو، دا ژړغونی غږ د بڼ د نازکو غنچو وو چې د کورنۍ په مشرانو ګلانو پسې یې ژړل.
هغوی نه شول کولای چې د ګلبڼ شهزادګۍ خواته ورشي، ځکه چې که له ډنډر را پرې او جلا شي بیا نه شي زرغونېدلی، نو د نورو ګلانو په تګ سره دوی یوازې پاتې کېدلې او د یوازېتوب احساس یې کاوه. د ګلبڼ شهزادګۍ هغوی ته ناز ورکړ او د هغوی ژړا یې ارامه کړه او بیا یې هغوی ته وعده ورکړه چې په بیړه به ګلان بڼ ته رالېږي.
سبا سهار یې ګلان په لاس کې راواخیستل او ورو ورو یې قدم اېښوده او د بڼ په لور لاړه، کله چې بڼ ته د ننه شوه، سهارني نسیم او تازه هوا د ګلبڼ په شهزادګۍ ښه ولګېده او لا ښه شوه او بیا یې په خاوره کې د ګلانو په کرلو پيل وکړ.
په دې کار سره یې حالت ورو ورو ښه کېده، تر څو ورځو وروسته وتوانېده چې په لاره لاړه شي، قدم ووهي او ګلانو ته ترانې ووايي.
دا چې ګلان او غونچې بیا د ګلبڼ له شهزادګۍ سره ملګري شوي وه او د هغې له مهربانۍ یې خوند اخیست، خوښۍ یې کولې او ټولو یو او بل ته وعده ورکړه چې کلونه کلونه به د یو او بل په څنګ کې یو او د پخوا په څېر به په یو او بل مهربان او خواږه دوستان پاتې کېږو او په هېڅ حالت او بده ورځ کې به یو او بل نه هېرو او یوازې به یې نه پرېږدو.