یوه ورځ شاګرد د اوبو ډنډ ته ډبره ورواچوله، استاد ورته وویل: په اوبو کې دې څیره ګورې، ښه ورته ځیر شه!؟
شاګرد ورته وویل: څیره مې ګورم خو په خپله څیره کې هېڅ شی نشم صحیح کولای لکه، چې ووایم دا مې پوزه، دا مې خوله، دا مې اننګي دي… خو دومره پوهېږم چې دغه زما څیره ده.
څپې ختمې شوې، بیا استاد ورته وویل: اوس دې خپله څیره پکې ګورې څنګه ښکاري؟
هغه ورته وویل: اوس مې څیره سمه صحیح ګورم، اننګي، سترګي، خوله … دغه هر څه مې سم پکې ښکاري.
استاد وویل: که غواړې هدف دې وپيژنې نو ژوند دې لږ ارامه کړه، په ارامه فکر وکړه بیا هدف وټاکه تر څو درڅخه هدف او هدف لارې غلطې نشي.
بیا استاد وویل، زموږ فکر، ذهن او دماغ د همدغو اوبو په څیرل دي، کله چې ارام نه وي، هېڅ شي پرې دقیق نشو پیژندلی، نو کله چې مطالعه کوې ذهن، فکر او دماغ دې ښه ارام کړه او ارامه فضا ځان ته غوره کړه.