دوه تارك دنيا زاهدان په لاره روان وو. سهار و. باران تازه ورېدلى و. ځاى ځاى كوړم اوبه ولاړې وې. دوی يوه ځوانه ښځه وليده چې د لارې د سر ډنډ شويو اوبو ته ولاړه ده، تېرېدلى نه شي. دا يوۀ زاهد ښځه تر مړوند ونيوله، په اوږه يې واړوله، تر اوبو يې پورې ايستله.
ښځه په خپله مخه لاړه او زاهدانو بې له دې چې د دې واقعې په اړه يو بل ته څه ووايي د خپلې صومعې په لور مزل ته ادامه وركړه. صومعې ته ورسېدل. ورځ تېره شوه. ماښام شو. د ماښام ډوډۍ هم وخوړه شوه. دغه وخت هغه يو زاهد د دا بل كوټې ته چې ځوانه ښځه يې تر اوبو پورې ايستلې وه، ورغى، پوښتنه یې ورڅخه وکړه: ايا له نامحرمې ښځې سره د بدن لګېدل ګناه نه لري؟ هغه ځواب ورکړ: لري يې.
لومړي زاهد بيا وپوښت: نو نن سهار دې ولې پردۍ ښځه په اوږه واړوله، تر اوبو دې پورې ايستله؟
دا بل زاهد ورته وویل : خو ته يې تر اوسه پورې له اوبو اړوې را اړوې، ايا ستا ګناه زياته شوه كه زما؟