له لس كاله شاګردۍ وروسته، تينو د ذن د استادۍ مقام ته ورسېد. يوه ورځ چې باران اورېده، دى د ذن د نامتو مرشد نان اين ليدو ته ورغى. مرشد چې څنګه ولیده، ورته ويې ويل: تا خپلې كڼاوې او چترۍ په برنډه كې ايښي؟ هغه ورته كړه: هو.
مرشد وويل: كڼاوې دې د چترۍ ښي لاس ته ايښې كه چپ لاس ته؟
تينو دې پوښتنې ته ځواب ورنكړ. دى پوه شو چې پوره دقت يې لا نۀ دى زده كړى نو لس كاله نور يې د مرشد نان اين شاګردي وكړه چې په پوره دقت او تل هوښیار اوسېدلو عادت شي.