په لوګر کې د ماشومانو د جنسي ځوروونې راپور مختلف غبرګونونه راوپارول. ځینو وویل چې دا توطئه ده او غواړي مکتبونه بدنامه کړي چې خلک خپل ماشومان تعلیم ته پرې نه ږدي؛ د ځینو کسانو غیرت راوپارېد او دا راپور یې د خپل ولایت، قوم او سمت سپکاوی وګاڼه؛ چا ته دا د تبعیض او تعصب کار ښکاره شو؛ او ځینو په خورا شوق او خوشحالۍ راپور تأیید کړ. خو هېچا دا خبره ونه کړه چې څنګه خپل ماشومان له جنسي ځوروونې څخه وژغورو.
دا باید ومنو چې د ماشومانو جنسي ځوروونه په هر ځای او هره ټولنه کې شته او خورا عامه ده. تر هغه څه چې موږ یې تصور کوو، څو چنده زیاته ده. هغه څېړنه چې امریکا متحدو ایالتونو د ناروغیو د کنټرول مرکز ترسره کړې ده، ښيي چې په هرو شپږو هلکانو او په هرو څلورو نجونو کې یو تن، یعنې ۲۵ فیصده نجونې او تقریباً ۱۷ فیصده هلکان تر ۱۸ کلنۍ پورې له جنسي سؤ استفادې سره مخ شوي دي.1 په ۲۰۰۸ کې د امریکا په متحدو ایالتونو کې ۶۹۱۸۴ ماشومان د جنسي ځوروونې قربانیان شوي دي.2 بله څېړنه وايي چې لږ تر لږه ۱۲ – ۳۵ فیصده امریکايي مېرمنې او ۴ – ۹ فیصده امریکايي نارینه په ماشوماتوب کې د ناوړه جنسي استفادې له ځینو بڼو سره مخ شوي دي.
د ماشومانو جنسي ځوروونه څه ده؟
له جنسي تماس، جنسي فعالیت یا جنسي چلند سره د ماشومانو مخامخ کول یا یې ورباندې کول، ناوړه جنسي استفاده بلل کېږي. ناوړه جنسي استفاده د خولې، مقعد، فرج، کوناټو او تیونو تماس رانغاړي. همدارنګه د هغو شیانو استعمال هم چې په فرج او مقعد کې ننه ایستل کېږي، یا دغه غړي ورباندې نازول کېږي یا تحریک کېږي، هم جنسي ځوروونه ده. د سکسي عکسونو یا فلمونو لپاره د ماشومانو استعمال، یو ماشوم/ ماشومه چا ته بې لارې معرفي کول، له نامناسبو خواهشاتو، د جنسي آلت له ښودلو او شهواني شیانو سره د ماشوم تحریک کول هم د ناوړه جنسي استفادې نورې بڼې دي. همدارنګه ماشوم ته په شهوت سره کتل، سکسي خبرې ورته کول او د هغه په وړاندې ځان لوڅول هم جنسي ځوروونه ګڼل کېږي.
جنسي ځوروونه څوک، څنګه، څه مهال او چېرته کوي؟
اکثراً هغه کسان له ماشومانو څخه جنسي استفاده کوي چې ښه یې پېژنو او باور ورباندې لرو. معمولاً د ماشومانو خپل ملګري، همزولي او یا تر دوی مشران هلکان چې ورسره یو ځای لوبې او تعلیم کوي، نږدې قریبان مو چې ورسره فامیلي تګ راتګ کوو او په کور کې یې شپه کوو، یا دوی راکره شپه تېروي، ګاونډیان، د کوڅې دوکانداران، معلمان، ملایان، د بس او موټر سپرلۍ او داسې نور کسان دي. د امریکا متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت وايي چې د جنسي ځورونې په مرتکبینو کې یوازې ۱۰ فیصده یې پردي دي، پاتې نور یې شناخته خلک او ۲۳ فیصده یې پخپله ماشومان دي.
هغه لویان چې له ماشومانو څخه جنسي استفاده کوي مختلف تکتیکونه کاروي. دوی که د ماشومانو قریبان وي، معمولاً لومړی هڅه کوي چې د ماشومانو او د هغوی د کورنۍ اعتماد خپل کړي. دوی ځان مهربانه او ښه سړی معرفي کوي؛ په کارونو کې ورسره مرسته کوي؛ ماشومانو ته ډالۍ اخلي؛ وايي زه به په درسونو کې ورسره مرسته وکړم او کله کله ماشومان چکر ته بیايي او په دې رقم د هغوی په ژوند کې ځان ته ځای ګوري. وروسته بیا په مختلفو پلمو د ماشومانو بدن لمس کوي، مثلاً وايي «ته ودرېږه چې ودې تخنوم.» په دې کار سره د ماشوم حساسیت کموي او بالاخره جنسي تماس ته لاره هواروي. دوی ماشومانو ته وايي چې دا به زما او ستا تر منځ راز وي. دا راز به چا ته نه وایې. ځینې نور بیا له خپل مقام او اتوریتې څخه کار اخلي او ماشومان مجبوروي چې د دوی غوښتنې ته غاړه کېږدي. دا کار معمولاً ملایان، مدرسان، معلمان او د مکتبونو مدیران کولی شي. دوی معمولاً ماشومان ډاروي او ګواښي یې چې که دا خبره دې پټه وساتي. د ماشومانو همزولي یا تر دوی مشر هلکان بیا معمولاً د لوبې په وخت کې او د لوبې په نامه دا کار کوي. دوی ممکن سکسي خبرې وکړي، د ماشومانو مخصوصو غړو ته لاس وروړي، او دا چې د جنسي غړو لمس کول، ممکن ماشوم ته خوند ورکړي نو همداسې کار مخ ته درومي. دوی بیا ماشومانو ته وايي: «ګوره! که دا خبره بل چا ته وکړې نو زه به ورته ووایم چې ده پخپله وویل چې راشه داسې وکړو.» نو همدا وي چې رازونه پټ پاتې کېږي.
د هر بل نااخلاقي کار په شان، د ماشومانو جنسي ځوروونه هم په خفا او خلوت کې کېږي. هغه مهال چې بل څوک نه وي، په کور، د جومات په حجره، د مکتب په اداره یا صنف، یا د دوکان په پسخانه کې ماشومان ځورول کېږي.
مېرمن نتاشا دانیل چې په امریکا کې د ماشومانو ارواپوه او درملګره ده، وایي: «زه هره اونۍ د جنسي ځورونې قرباني شوي ماشومان ګورم. اکثره یې تر پنځو کلونو کم عمره وي. تقریباً دغه ټول ماشومان هغه کس پېژني چې له دوی څخه یې ناوړه جنسي استفاده کړې ده او اغلباً دا کس بل ماشوم وي. د دوی میندې پلرونه راته وايي چې دوی فکر نه کاوه چې له اولاد سره به یې داسې کېږي. دوی وايي موږ خپل ماشومان هېڅکله له پردیو سره نه دي پرې اېښي، هر وخت مو هغوی تر خپلو سترګو لاندې ساتلي دي. خو زه ورته وایم چې ستاسو ماشومان لوبو ته نه ځي؟ دوی وړکتون ته نه ځي؟ د خپل کاله شاوخوا ته ملګري او خپلوان نه لرئ؟ ماشومان مو د ګاونډیو په کور کې لوبې نه کوي؟ نو خبره دا ده چې تاسې نه شئ کولی خپل ماشومان له جنسي ناوړه استفادې څخه یو مخ وساتئ. هغه ماشومان چې ما کتلي دي، د لوبو په ځایونو، صنف، د مکتب بس، خپل انګړ، او هغه مهال چې چېرته یې شپه کړې ده، له ناوړه جنسي استفادې سره مخ شوي دي.»
څنګه خپل ماشومان خوندي کړو؟
د مېرمن نتاشا په باور، د جنسي ځورونې مخنیوی په دې نه کېږي چې خپل ماشومان له لوبو، مکتب او دباندې تګ څخه منع کړو؛ بلکې په دې کېږي چې د بدن د خونديتوب په اړه ورسره خبرې وکړو. دا به نه وایو چې ماشومان مو اوس لا واړه دي او د دې خبرو وخت نه دی.
مېرمن نتاشا د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د دغو لسو کارونو سپارښتنه کوي:
۱. د بدن د غړو په باره کې له ماشومانو سره خبرې وکړئ.
د بدن د غړو نومونه واخلئ او په اړه یې واضح خبرې وکړئ. د بدن د غړو لپاره مناسب نومونه واخلئ یا اقلاً د غړو واقعي نومونه وروښيئ. نه پوهېږم څومره ماشومانې به مې لیدلې وي چې خپل «فرج» کونه یا لاندې بولي. که ماشومان د دې نومونو په اخیستلو کې هوسا وي، بیا که کوم نامناسب کار ورسره وشي، په آسانۍ سره یې درته ویلی شي.
۲. ماشومانو ته ورزده کړئ چې د بدن ځینې غړي یې مخصوص دي.
ماشومانو ته ووایئ چې مخصوص غړي یې ځکه مخصوص بلل کېږي چې هر څوک یې باید ونه ویني. دا هم ورته ووایئ چې مور او پلار کولی شي دوی لوڅ وویني خو نورو خلکو ته دا اجازه نشته او د نورو په مخ کې باید په جامو کې پټ وي. ورته ووایئ چې ډاکټر د معاینې لپاره د دوی کالي ایستلی شي خو مور او پلار به یې ورسره وي.
۳. د بدن حدود ورته وښیئ.
ماشومانو ته مو ووایئ چې هېڅوک اجازه نه لري چې د دوی مخصوصو غړو ته لاس وروړي او که څوک ورته وایې چې زما مخصوص غړي ته لاس وروړه، دا کار به هم نه کوي. دا به له یاده نه باسئ چې اکثره وخت ناوړه جنسي استفاده له دې څخه پیلېږي چې څوک ورباندې خپل یا د بل چا مخصوص غړي لمس کړي.
۴. ماشومانو ته مو ووایئ چې خبره دې نه پټوي.
اکثره هغه کسان چې له ماشومانو څخه ناوړه جنسي استفاده کوي، ورته وایي چې «دا راز به چا ته نه وایې». دا خبره اکثره وخت په دوستانه انداز کېږي، لکه: «ګوره! تا سره لوبې مې خوښېږي خو که ته بل چا ته ووایې چې څه مو کړي دي، بیا مو نه پرېږدي چې سره لوبې وکړو.» یا هم دا خبره د تهدید او ګواښ په بڼه ورته کوي: «دا زموږ راز دی. که دې چا ته دا خبره وکړه، زه به ورته ووایم چې ده پخپله وویل چې دا کار وکړو بیا به نو تا ته لانجه جوړه وي.» ماشومانو ته مو ووایئ چې که چا هر څه درته وویل، پروا یې مه کوئ. د خپل بدن په اړه به هېڅ خبره رانه نه پټوئ او هره خبره چې وي، خامخا به یې راته وایئ.
۵. ماشومانو ته ووایئ چې هېڅوک پرې نه ږدي چې د مخصوص غړو عکسونه یې واخلي.
دنیا له بچه بازانو او ماشومخوښو څخه ډکه ده. دوی غواړي د ماشومانو لوڅ عکسونه واخلي او آنلاین تجارت ورباندې وکړي. دا خطر عام دی. نو ماشومانو ته مو ووایئ چې هېچا ته دې اجازه نه ورکوي چې د مخصوصو غړو عکسونه یې واخلي.
۶. ماشومانو ته مو ورزده کړئ چې څنګه له وېروونکو حالتونو څخه ځان وباسي.
ځینې ماشومان چا ته «نه» نه شي ویلی، په تېره بیا تر ځان مشرانو ته. ورته ووایئ چې که چا درسره نامناسب کار کاوه یا یې نامناسبې خبرې درته کولې، ورته ووایئ چې زه ځم. مثلاً که څوک غواړي چې خپل مخصوص غړي درباندې وګوري یا یې درباندې لمس کړي، ورته ووایئ چې زه تشناب ته ځم.
۷. یو شفر وټاکئ چې که مو ماشومان ځان خوندي نه احساسوي یا غواړي چې له هغه ځایه یې وباسئ، درته ویې وایي.
ماشومان مو چې لږ غټوکي شول، بیا ورته یوه شفري کلمه ورزده کړئ چې کله ځان خوندي نه ګڼي، هماغه کلمه ووایي. دا کلمه هغه مهال استعمالېدای شي چې کور ته مو مېلمانه راغلي وي، د بل چا کره شپه کوئ او یا ماشومان په لوبو کې دي.
۸. ماشومانو ته مو ووایئ چې که خپل راز درته ووایي، لانجه ورته نه جوړېږي.
ماشومان اکثره وخت ما ته وايي چې خبره یې ځکه پټه کړې وه چې په لانجه وانه وړي. دغه وېره اغلباً د ځوروونکو له خوا کارول کېږي. ماشومانو ته مو ووایئ چې بې غمه شئ، د خپل بدن په اړه چې هره خبر او هر راز راته وایئ، په تاسو به څه نه کېږي.
۹. ماشومانو ته مو ووایئ چې کېدای شي د بدن لمس کول انسان وتخنوي یا خوند ورکړي.
ماشومانو ته ووایئ چې ان که څوک د تخنولو په پلمه هم غواړي د بدن مخصوصو غړو ته مو لاس وروړي، مه یې پرېږدئ.
۱۰. ماشومانو ته مو ووایئ چې ان له آشنا کسانو او نورو ماشومانو سره هم دغه قانون باید پلی شي.
دا خبره مهمه ده چې ماشومانو ته یې وکړئ. که له ماشومانو څخه پوښتنه وکړې چې «بد انسان» څه رقم وي، دوی به وايي لکه د کارټوني فلم بدمعاش. تاسې ورته ووایئ چې: «بد انسان له رنګه نه پېژندل کېږي. هغه بیخي لکه ښه انسان معلومېږي.» دوی پوه کړئ چې یوازې مور او پلار کولی شي ستاسو مخصوص غړي ته لاس وروړي ځکه چې یا به مو بدن پاکوي او یا به یې په کریم غوړوي خو نور هېڅوک هم دا اجازه نه لري. نه ملګري، نه تره او ماما، نه ترور او عمه، نه معلم، ملا او استاد. ان هغه کسان چې درباندې ګران هم دي، حق نه لري چې مخصوص غړي مو لمس کړي.»
د مېرمن دانیل پر سپارښتنو سربېره، یو څو نورې خبرې هم په پام کې ونیسئ:
ماشومانو ته په واضحو ټکو خبرې وکړئ.
ورته ووایئ چې د هېچا پر زنګانه دې نه کېني. څوک دې نه پرېږدي چې په ورانه، کوناټي، فرج، تیونو، مخ او شونډو لاس ووهي. له مور او پلاره پرته دې بل څوک پرې نه ږدي چې مخ یا شونډې یې ښکل کړي. که څوک ورته وایي چې زما مخصوص غړي ته لاس وروړه، ورته ودې وایي چې «زه به مې مور او پلار ته دا خبره وکړم.»
د ماشومانو له وځنیو چارو سره علاقه وښيئ.
پوښتنه وکړئ چې نن دې څه وکړل او له چا سره دې وکړل؟ له مکتبه چې راغلې، کومه لوبه دې وکړه؟ خوند دې واخیست؟ چا درته څه وویل؟
د خپلو ماشومانو ملګري وپېژنئ.
وګورئ چې ماشومان مو له چا سره وخت تېروي، د دوی همزولي او لویان چې ورسره مشغولېږي، څوک دي؟ له ماشومانو څخه مو د هغو ماشومانو په اړه پوښتنه وکړئ چې له دوی سره یو ځای ښوونځي ته ځي، د میندو پلرونو پوښتنه یې وکړئ او هغه کسان معلوم کړئ چې دوی ورسره سروکار لري لکه د ټیم غړي او استادان. د هغوی په باره کې آزاد وغږېږئ چې ماشومان مو هم همداسې وکړای شي.
د جنسي ځوروونې په باره کې بحث وکړئ.
کله چې په ټلویزیون یا راډیو کې د جنسي ځوروونې راپور خپرېږي، له ماشومانو څخه پوښتنه وکړئ: «کله دې داسې څه اورېدلي وو؟» یا «که ته په همدې حالت کې وې، څه به کوې؟». دا پوښتنې ماشوم ته دا پیغام ورکوي چې دا خبرې مهمې دي او کولی شي چې درسره ویې کړي.
ماشومان خبرې کولو ته وهڅوئ.
کله چې څوک پوه شي چې خبرو ته یې غوږ نیول کېږي او خبرې یې مهمې ګڼل کېږي نو په جرئت سره خبرې کوي او که کوم ناسم کار شوی وي، درته وایي یې. ماشومانو ته مو وخت ورکړئ چې په یوازې سر درسره کېني او کیسې وکړي. که درنه پوښتنې لري یا یې څه شي ځوروي، پرېږدئ چې درته ویې وايي.
لنډه دا چې د ماشومانو له همزولو او هملوبو څخه رانیولې تر خپلو خپلوانو، ملایانو، معلمانو، دوکاندارانو او نورو کسانو پورې هر څوک کېدای شي بچه باز او ماشوم ځوروونکی وي. د دوی پېژندل آسانه نه دي نو پر هېچا باید باور مه کوئ. د ماشومانو د خوندي کولو یوازینۍ لاره دا ده چې د بدن د غړو او جنسي ځوروونې په اړه ورته معلومات ورکړئ؛ له ماشومانو سره مو خواله وکړئ؛ جرئت یې زیات کړئ چې په ډاډه زړه خبرې وکړي او که څوک غواړي ورنه ناوړه استفاده وکړي، ځان ورنه وژغوري، چیغې ووهي او مرسته وغواړي.
- WWW. Anxioustoddlers.com
- U.S. Department of Health and Human Services, Administration for Children and Families, Administration on Children, Youth and Families, Children’s Bureau. (2010). Child Maltreatment 2008. Available from http://www.acf.hhs.gov/programs/cb/pubs/cm08/cm08.pdf.)
- Putnam, F.W. (2003). Ten-year research update review: child sexual abuse. Journal of the American Academy of Child and Adolescent Psychiatry, 42(3), 269-278.