راټولونه او ژباړه: علي الله متوکل الرحمن
دوهمه برخه
امریکا:
تر ټولو ډېر طلاقونه په امریکا کي کیږي. په ۱۸۶۷ کال کې امریکا له روسیې څخه الاسکا په ۷۲ میلیونه ډالره رانیوه.
په لومړي ځل په امریکا کې ښځو ته د رایي ورکولو حق په ۱۹۲۰ میلادي کال کي ورکړل سو.
که چیري تاسي په امریکا کې واوسیږئ، د چا قرض نه وي درباندي او تاسي یوازي په خپل لاس کي ۱۰ ډالره ولرئ، نو تاسي تر ۲۵٪ امریکایانو شتمن یاست.
انترتیکا
انترتیکا د نړۍ لویه دښته ده. د نړۍ ۹۰٪ تازه اوبه په انترکتیکا کې دي.
په انترتیکا کې دایمي خلک نه اوسي او نه هم خپل اصلي اوسیدونکي لري، یوازي په ژمي کې ۱۰۰۰ تنه پلټونکي هلته موندلای سئ. یوازې یې ۲٪ برخه کې پلټنه سوې ده، پاته ټوله برخه یې د یخي غرونو نیولې ده.
د نړۍ تر ټولو یخ ځای په انترتیکا کې دی، د یخنۍ درجه تر منفي ۹۲ سانتیګراد پوري کښته کیږي او تر اوسه په دې وچه کي د تودوښې تر ټولو لوړه درجه ۱۴ ثبت سوې ده.
وینسن ماسیف د ۱۶۳۶۲ فوټه جګوالي په لرلو سره د انترتیکا تر ټولو لوړه څوکه ده.
په انترتیکا کې یوازې یو ATM شته.