یو پاچا اعلان وکړ چې، که چا درواغ وویل د دولت له لوري به پنځه (۵) دیناره جرمانه کیږي، د دې اعلان په اوریدو د ښار خلکو د جرمانې د وېرې له امله په خپل منځ کې د درواغو له ویلو څخه ډډه کوله. همدارنګه پاچا او وزیر هم د څیړنې لپاره په بدله بڼه ښار کې ګرځیدل، په ښار کې یې له يو زیات شمیر وګړو څخه پوښتنې وکړې؛ خو هیچا درواغ ونه ویل. کله چې له یوه تاجر سره مخامخ شول او له هغه څخه یې د هغه د ژوندانه په اړوند لاندې پوښتنې وکړې.
پاچا: ستا عمر څو کاله دی؟
تاجر: زما عمر (۲۰) کاله دی.
پاچا: تا سره څومره دولت دی؟
تاجر: زما ټول دولت (۷۰۰۰۰) دیناره دی.
پاچا: څو بچي لرې؟
تاجر: یو.
له پوښتنو څخه وروسته پاچا او وزیر د دربار په لور روان شول، پاچا خپلو چارواکو ته لارښونه وکړه، څو د هیواد د وګړو د اسنادو دفتر ورته راوړي، هغه مهال چې دفتر یې ولید؛ نو بیا یې تاجر خپل دربار ته راوغوښت او هم هغه درې پوښتنې بې بیا ترې وپوښتلې، تاجر بیا هم هغه ځوابونه ورکړل د دې ځوابونو په اوریدو سره پاچا وزیر ته امر وکړ چې، پر تاجر باندې (۱۵) دیناره جرمانه ولیکه او په دولتي خزانه کې یې داخله کړه ځکه؛ تاجر درې واړه ځوابونه د درواغو ویلي دولتي پاڼو کې ددې تاجر عمر (۳۵) کاله، دولت یې تر (۷۰۰۰۰) دیناره زیات او (۵) بچي یې لرل. پاچا له تاجر څخه د درواغو ویلو سبب وپوښته
تاجر وویل: زما د ژوند (۲۰) کاله په نیکۍ او ایماندارۍ تیر شوي او همدغه زه خپل اصلي عمر بولم او په خپل ژوند کې مې (۷۰۰۰۰) دیناره د جومات په ودانولو کې خرڅ کړي، همدغه زه خپل دولت بولم او زما په (۵) بچو کې (۴) بچي بې لارې او بدعمله دي، یوازې یو بچی مې صالح دی چې، هغه زه خپل بچی بولم.
د دې خبرو په اوریدو پاچا د تاجر (۱۵) دیناره بیرته ورکړې او ورته یې وویل: -مونږ ستا له ځوابونو څخه خوښ یو. ریښتیا هم عمر هغه دی چې، په ښو او نیکو کارونو تیر شي، دولت هغه دی چې، د الله تعالی په لاره کې مصرف شي او اولاد هغه دی چې، صالح او د ښو اخلاقو څښتن وي.