ژباړه: نصیراحمد نظري
- کوچنیان باید د کورنۍ دندې ترسره کولو ته وهڅوي
- د خپلو کوچنیانو د زدهکړو په اړه کنجکاو و اوسي
- خپلو کوچنیانو سره د زدهکړو په اهمیت خبرې وکړي
- د خپل ماشوم زدهکړې د هغه له ژوند یا بېرونۍ نړۍ سره وتړي
- په کور کې د زدهکړو فعالیتونو رایج کړي او کوچنیان ورته وهڅوي
- په کوچني باندې ډېر فشار وا نه چوي؛ د تفریح لپاره ورته وخت ځانګړی کړي
- د ماشوم لپاره له ټولګي څخه بېرون د زدهکړو فرصت برابر کړي (د بېلګې په توګه، موزیم ته یي بوځي)
- کوچنیان وهڅوي چې د زدهکړو ترڅنګ په بدني فعالیت (سپورت او لوبو) کې هم برخه واخلي
- د خپلو کوچنیانو استادانو ته په خواره سترګه ونه ګوري
- د خپلو کوچنیانو هڅې او خوارۍ وستايي
- له کوچنیانو سره مرسته وکړي چې د خپلو زدهکړو مسؤلیت واخلي
- د خپلو کوچنیانو لپاره د زدهکړو یوه نمونه و اوسیږي
- په زدهکړو کې خپلو کوچنیانو ته لارښوونه وکړي، ورسره کمک شي او ویې هڅوي
- له کوچنیانو سره مرسته وکړي چې له خپلو تېروتنو زده کړه وکړي
- کوچنیانو ته احترام او درناوی ور زده کړي
- د مطالعې پر مهال د کوچنیانو لپاره مزاحمت کم کړي (درس ته د کوچنیانو له بېپامۍ مخنیوي وکړي)
- له استادانو او نورو زدهکوونکو سره د اغیزمنو اړیکو په جوړولو کې مرسته وکړي او و یې هڅوي
- کوچنیانو ته څرګنده کړي چې تېروتنې یوه معمولي موضوع ده
- له استادانو او ښوونځیو سره اغیزمنې اړیکې جوړې کړي
- د تعلیمي سیر له طریقه د خپلو ماشومونو په پرمختګ پوه شي او په دې برخه کې ورسره لازمې همکارۍ وکړي.