ليــکوال. صفي الله بهار
یو ځوان چې، همېشه به یې غلا کوله، ډیر وخت یې په غلا کې تېر کړی وو. د دغه ځوان په ګاونډ کې یو سړی ډیر مالداره وو زامن یې نه درلودل، ددې مالداره سړي یوه ښځه او یوه لور وه. غل سوچ وکړ چې، د شپې ناوخته به ددې سړي کور ته د غلا لپاره ښکته کیږي.
شپه پخه شوه، غل ددې سړي کور ته ښکته شو چې، کړکۍ ته ورسید خبرې یې تر غوږونو شوې، غله چې، خبرو ته غوږ ونیوو؛ نو خاوند او ښځه مجلس کوي، غل د کړکۍ مخ ته ناست ده غوږ یې نیولی ده.
ښځه خاوند ته وایي چې، د خپلو لور لپاره باید یو ښه سړی پیدا کړو چې، لور په نکاح ورکړو.
خاوند یې وویل چې، ماته خو داسې ښه سړی معلوم ندی چې، لور په نکاح ورکړو؛ خو سړي وویل چې، هر څوک څلویښت ورځې د سهار لمانځه لپاره جماعت ته په وخت راغی؛ نو هغه ځوان ته به خپله لور په نکاح ورکوم؛ ځکه زمونږ خو زوی هم نشته، زوی به مو هم وي او د دُونیا وارٍث به مو هم پیدا شي.
غل چې دا خبرې واوریدې؛ نو د خپل کور په خوا یې منډه کړه او بېرته کور ته ستون شو.
سهار چې، څنګه اذان وشو؛ نو ځوان غل په جماعت کې ناست وه. لنډه دا چې څلوېښت (۴۰) ورځې یې مسلسل د سهار لمونځ په جماعت سره وکړ.
۴۱مه ورځ غله له مالدار سړي سره لږ شناخت شروع کړ، بله ورځ مالدار سړي غل ته وویل چې، نن به زمونږ کور ته ځو،
غل وویل چې، سمه ده. کور ته چې، لاړل کله یې چې، خواړه وخوړل؛ نو مالدار سړي ورته کیسه وکړه چې، زما لور ده او غواړم چې، په نکاح یې درکړم.
غله هم خپله کیسه ورته وکړه چې، زه ستا کور ته د غلا لپاره راغلم؛ خو ټوله کیسه یې ورته وکړه.
غل ځوان وویل چې، زه نه ستا لور غواړم، نه دونیا او نه بل څه، زما لپاره دا هر څه دي چې، ستاسې خبرو زه د اللهﷻ لارې ته وهڅولم او له اللهﷻ سره مې مینه پیدا شوه، څومره خوند چې، د اللهﷻ په عبادت کې ده، په هیڅ مال او دولت کې نشته.
لنډه دا چې، لور یې هم ورکړه او دُونیا یې هم ددې ځوان په نوم کړه، ځوان غلا پریښوده د اللهﷻ عبادت به کوه او خپل ژوند یې د اسلام د مبارک دین په رڼا کې تیروه.