تاند- د سېف دي چلدرن موسسې په یوه تازه راپور کې څرګنده شوې چې په نړۍ کې د ټولو ماشومانو تر نیمايي زیات یعني څه باندې ۱۲ سوه ملیونه د جګړو، زیاتې بېوزلۍ یا له نجونو سره د تبعیض له کبله له ګواښ سره مخامخ دي.
په دې راپور کې، چې د جون په لومړۍ د ماشومانو تر نړیوالې ورځې مخکې خپور شو، د ۱۷۵ هیوادونو فهرست خپور شوی چې د روغتیايي اسانتیاوو د کموالي، سو تغذیې، له زده کړو د بې برخې توب، پر ماشومانو د کار، په ماشومتوب کې ودونه، په کم عمر اومیندواري او تر اندازې زیات تشدد له نظره هیوادونه درجه بندي شوي دي.
د دې فهرست په سر سر کې د سینګاپور او سلووینیا نومونه څنګ په څنګ راغلي دي ورپسې ناروې، سویډن او فنلنډ د سر ۵ هیوادونه دي.
خو د لیست په پای کې د نایجر په ګډون د لوېدیځې او منځنۍ افریقا ۸ هیوادونه راغلي او دا پر له پسې دوهم کال دی چې دا هیوادونه د دې لیست په پای کې راځي.
افغانستان په دې لیست کې ۱۶۰ دی.
د سېف دي چلدرن موسسې په راپور کې دا هم څرګنده شوې چې یو ملیارد ماشومان په داسې هیوادونو کې اوسي چې سخت بېوزله دي، ۲۴۰ ملیونه ماشومان په جنګ ځپلیو او بې ثباته هیوادونو کې اوسي او تر ۵۷۵ ملیونه ډېرې نجونې په داسې هیوادونو کې اوسي چې جنسیتي توپیر یا د هلکانو او نجونو توپیر پکې زیات کېږي.
افغانستان، یمن، سومالیا او د جنوبي سوډان په شمول ۱۶ نور هیوادونه په هغه کتار کې راغلي چې ۱۵۳ ملیون ماشومان پکې له سو تغذیې، ناروغیو، د کافي روغتیايي اسانتیاوو له نشتوالي سره مخامخ دي او دا ستونزې د دغو هیوادونو په تېره بیا په جنګ ځپلیو سیمو کې ماشومان ۲۰ برابره زیات د مرګ له خطر سره مخامخوي.