ژباړن: محمد عزيز پردېس ||
۱- ډالۍ لومړی نجلۍ ته ورکړئ.
۲- خپل ماشوم سره ماشومانه لوبې وکړئ.
۳- خپلو اولادنو ته په سلام اچولو سره، هغوی ته شخصيت ورکړئ.
۴- خپل ماشومان ښکل کړئ.
۵- ماشومان مو په ماشومانه کارونو سره مه رټئ او کارونو ته يې په سپک نظر مه ګورئ.
۶- ماشومانو ته مو د وکړه، مه کړه ( امر او نهي ) د کلماتو له ډېر استعمال څخه ډډه وکړئ، ترڅو جرئت پيدا کړي.
۷- ماشومان مو هېڅکله د ژړا لپاره مه رټئ ( مه يې وهئ ).
۸- خپلو ماشومانو سره چې کله کومه وعده کوئ، نو عمل پرې وکړئ.
۹- ماشومانو ته مو د زده کړې ( تعليم ) په هکله مالومات ورکړئ او ورته ويې هڅوئ.
۱۰- د مېلمنو مخکې مو ماشومان مه رټئ.
۱۲- که په کور کې ماشوم ته احترام وشي نو هېڅکله به د پلار او مور خبره پر ځمکه ونه غورځوي.
۱۳- د پلار او مور له لوري پر ماشوم شفقت، ماشوم په خپل نفس برلاسی کوي او ډاډمنوي يې.
۱۴- بريالی روزونکی هغه دی چې د ماشوم غوښتنې په ښه ډول او پرته له کوم منفي برخورد څخه ومني.
۱۵- خپل ماشومان مو په رښتيا ويلو عادت کړئ.
۱۶- ماشومان مو مه ډاروئ، ډار د ماشوم شخصيت زيانمنوي او په رواني ستونزو يې اخته کوي. ۱۷- د ګناه زيانونه مو ماشومانو ته روښانه کړئ او په دې يې پوه کړئ چې د ګناهکار څخه خلک کرکه لري. ۱۸- مخکې له دې څخه مو چې ماشوم شپږ کلن شي نو بستر يې جلا کړئ.
۱۹- پند او لارښوونه هغه وخت په ماشوم تاثير کوي چې د کورنۍ مشران او غړي يې خپله په ځان عملي کړي.
۲۰- کورني او بيروني نظام ترمنځ توپير ته قايل شئ او ماشومان مو دننه کور کې آزاد پرېږدئ چې لوبې وکړي.
۲۱- د ماشومانو څخه غير منتطره کړنې تر يو بريده قبولې کړئ.
۲۲- د ټولنې کمرنګه او ناکامه کسانو سره هېڅکله خپل ماشومان مه پرتله کوئ.
۲۳- خوږې او پندناکه لنډې کيسې مو ماشومانو ته په خپله ژبه ووايئ او غورچاڼ يې په لنډيز ډول ورته روښانه کړئ.
۲۴- په کوچنيوالي کې د ماشومانو ډېره شوخي، په لويوالي کې د هغوی د ښه او پياوړي ذهن څرګندونه کوي.
۲۵- له ۷ کلنۍ څخه مو ماشومان په لمانځه عادت کړئ، لمونځ د ماشوم ذهن او روح په دايمي ډول آرامه کوي.
۲۶- ماشومانو ته مو قرآن زده کړئ، د قرآن زده کړه هغوی ذهنا او روحا د نورو زده کړو لپاره چمتو کوي. ۲۷- د ماشومانو مخکې هېڅکله شخړه مه کوئ.
۲۸- هېڅکله د ماشومانو مخکې داسې مه ووايئ چې: خدايه مرګ راکړې.
۲۹- د ماشومانو غوره استعدادونه پيدا او انکشاف ورکړئ.
۳۰- د پلار او مور له لوري پر ماشومانو شفقت، د هغوی لپاره هرڅه دي، پر ماشومانو مو د مينې ګېډۍ ووېشئ.
۳۱- د عمري تکامل په نسبت مو ماشومان ورو ورو څپلواکه کړئ.
۳۲- د ماشومانو روزنه او هغوی ته د قوانينو ښودل د کورنۍ مسوليت دی.