(د منځني ختيځ د خلكو يوه كيسه)
د ګمرګ مامور چې په پروړه بار خره ته او د خره څښتن ته وكتل، شك ورپيدا شو چې په دې بار كې به خامخا څه شى قاچاق تېرېږي.
سيخ يې راواخيست چې د بار منځ ورمعلوم شي خو پروړه ډېره تخته وه، سيخ پكې په مخ نه تۀ. د ګمرګ مامور ورته بې حوصلې شو، اجازه يې وركړه چې له سرحده واوړي.
د ګمرك مامور به همېشه دغه سړى لید چه خر يې په پروړه دروند باركړى، له سرحده اوړي. مامور د بار د څښتن وارخطا نظرونو يقيني كړى و چې څه شى خو قاچاقوي خو چې هر څو يې پروړه واړوله، راواړوله څه په ګوتو ورنه غلل.
پوره لس كاله تېر شول. د بار د څښتن همدا تګ راتګ لا روان و چې مامور تقاعد وكړ. له تقاعده وروسته يې يوه ورځ چېرته په بازار كې بار والا وليد، ورته ويې ويل: اوس خو حقيقت راته ووايه، تا به څه قاچاقول؟ قاچاقبر ورته وويل: خره.