تاند- هغه ماشومان چې وهل کیږي او سپکې سپورې اوري، چې له موره پلاره یتیمان پاتیږي، یا له داسې نورو مشکلاتو سره مخ وي، په لوینې یې ممکن تر نورو کسانو روحي او جسمي ناروغۍ زیاتې وي.
د رویټرز اژانس له راپور سره سم، د نړۍ په لسو ملکونو کې د اتلس زره لویانو د روحي او جسمي صحت له مطالعې وروسته معلومه شوه چې د هغو کسانو روغتیایي ستونزې زیاتې وې، چې په ماشومتوب کې یې سپکې سپورې ډیرې اوریدلې او وهل شوي وو. دغه راز هغه کسان چې میندې یا پلرونه یې نشه یان وو، یا له مور وپلاره یتیمان پاتې وو، په لوینې یې په ځینو نسبتا سختو ناروغیو لکه د زړه ، شکرې، د بندونو پاړسوب، نفس تنګي یا دوامداره سردردي باندې د مبتلا کیدو امکان زیات و. دغه راز داسې کسان نسبت هغو ته چې ماشومتوب یې بې کړپه او بې جنجاله تیر کړی دی، ممکن د اضطراب او روحي مړاویتوب په شان رواني ناروغۍ زیاتې ولري.
د نیوزیلنډ په اوتاګو پوهنتون کې اسوشیېټ پروفیسر او د ارواپوهنې متخصص کیټ ، ایم، سکاټ چې د دې نوې مطالعې د پروژې مشري یې کوله، وایي چې دوی د تحقیق په وخت، د ماشومتوب د ترخه ژوند او په لوینې باندې د ناروغیو د زیاتیدا تر منځ ډیره نیغه رابطه ونه موندله، مګر په دې یې یقین راغی چې سره بې ارتباطه نه دي. مثلا هغه کسان چې په کوچینواله یې وهل ټکول او ځورول ډیر لیدلي دي په لوینې ممکن سګریټو او نشو ته ډیر مایل شي او سګریټ او خطرناکې نشې طبعا د صحت په خرابیدا باندې مستقیم اثر پریباسي.
اسوشیېټ پروفیسر کیټ ، ایم، سکاټ له رویټرز سره په خبرو کې وویل چې د ماشومتوب ژوند په لوینې باندې د ژوند د طرز په انتخاب باندې ژور اثر لري. هغوی چې په ماشومتوب کې ځوریدلي دي ، په لوینې ممکن ناړامه خوی ولري او د ماشومتوب د ژوند د ترخو تجربو د هیرولو لپاره نشو یا سګریټو ته مخه کړي.