ژباړه: حمیدالله حمیدي-
د مور او پلار لپار د ماشوم د خولې دغه خبرې، چې «حوصله نلرم، ستړی یم، څه باید وکړم او…» ډیرې ځورونکې او ستړې کوونکې وي.
د دې خبرو په اورېدوسره مور او پلار ځورېږي او هڅه کوي د خپلو ماشومانولپاره د امن او خوښۍ فضا برابره کړي ان که یې په وس هم پوره نه وي.
هغه ماشومان چې ستړي او بې حوصلې ښکاري عادت شوي، چې د ورځني مهال وېش سره سم کار وکړي، مانا دا چې د دوی په کار کې کوم نوښت نه لیدل کېږي او ټولې ورځې یو ډول تېرېږي.
همدا لامل دی، چې ورځ او کار یې ورته ستړی کوونکی شي او دوی هم د یو ډول سستۍ او ټنبلۍ احساس وکړي. دوی ټوله ورځ د هغه مال وېش له مخې کار کوي، چې د مور او پلار لخوا یې ورته برابر شوی، خو که د دوی لپاره په دغه ورځني مهال وېش کې لږ ادلون او بدلون راوستل شي وبه ګورئ، چې ماشومان مو څومره د تازه ګۍ او خوښۍ احساس کوي.
یعنې که په ټوله کې و وایو، چې که د ماشومانو مهال وېش د دوی له خوښې سره سم نه وي برابر شوی ښکاره خبره ده، چې ورته ستړی کوونکی به وي ځکه ماشوم د خپلو کارونو له کولو سره سره لوبو ته هم اړتیا لري.
ماشومان نه شي کولای د تلوېزیون له کتلو، راډیو اورېدلو، په کمپیوټر کې د لوبو کولو او یا هم ویډیو کتلو پرته ژوند وکړي که یې وکړي هم ژوند به ورته ستړی وي.
د ماشوم د ستړیا د لرې کولو او حوصلې پیدا کولو حل لاره یوازې له دوی سره ده، که پوښتنه ترې وکړئ او یا هم ورته پیشنهاد وکړئ وبه ګورئ، چې ستاسو له ډیرو کارونه سره به مخالفت ښکاره کړي.
ښه خبره داده، چې د ماشوم له غوښتنو سره سم داسې ورځنی مهال وېش جوړ کړئ، چې ماشوم مو د ورځې په اوږدو کې د خوښۍ احساس وکړي او خپل کارونه په سمه توګه تر سره کړي.
تر ټولو ښه حل لاره ( که ستاسو ته خپل ستړی او ټنبل ماشوم ځور درکوي) او ستاسو په ځواب کې د (حوصله نه لرم) کلمه کاروي، ورته و وایئ: ښه خبره ده، پروا نه کوي کله کله ستا ستا لپاره بې وحوصله کېدل هم ګټه رسوي.
ډاده یم که څو ځله خپل ماشوم ته دغه ډول ځواب ورکړئ، نو لرې نه ده، چې ماشوم به مو له دې ډول خبرو لاس واخلي او له څو ځله دغه ډول تکراري خبرې وروسته به هېڅ کله هم دا خبره ، چې حوصله نه لرم ونه کړي.
د دې ستونې یوه بله حل لاره هم دا ده، چې خپل ماشومان تشویق کړئ او ویې هڅوئ، څو خپل ټول کارونه په پوره شوق او انرژۍ سره تر سره کړي.
د مجبوریت له مخې په خپل ماشوم کارونه مه تر سره کوئ. د دې لپاره، چې موشوم خپل کارونه په شوق او ذوق سره تر سره کړي ویې هڅوئ او تشویق یې کړئ.
که ماشوم وهڅول شي او په دې پوه شي، چې مور او پلار یې د ده له کارونو راضي دي، نور هم د خپل کار لپاره پیاوړی کېږي او غواړي، چې خپل کارونه په ښه توګه تر سره کړي.
که تاسو خپل ماشوم ته و وایئ، چې فلانی کار دې په سم ډول نه دی تر سره کړی، د ماشوم زړه مو له نورو کارونه څخه تورېږي.
په عین حال کې باید تاسو له ماشوم څخه دومره لوړه تمه هم ونه لرئ، چې دوی دې په دې کم عمر کې ډیر لوی لوی کارونه په سمه توګه تر سره کړي، خو د دې لپار، چې په راتلونکې کې مو ماشوم له ښې حوصلې او وړتیا څخه برخمن وي نو ستاسو هڅونې ته ډېره اړتیا لري.
که داسې وشي، چې ماشوم مو یو کار په سم ډول نه وي تر سره کړی، دا سمه نه ده، چې هغوی ورټئ او یا ورته بد رد و وایئ، بلکې په څنګ کې ور سره کېنئ او لار ښوونه ورته وکړئ، چې سم کار دې کړئ، خو که دغه کار دې په دې ډول تر سره کړې لا به ښه شي.
هېڅ کله مو ماشوم مه توهینوئ، ځکه په وړکتوب کې د ماشوم پر ذهن ته ستاسو دغه ډول خبرې ډېر زیات منفي اغېز کوي، نو له همدې نن څخه هڅه وکړئ، چې د ماشوم عمر ته په کتو کارونه وسپارئ او په تر سره کولو کې یې ور سره مرسته وکړئ.
تر څو په راتلونکې کې خپل کارونه په خپل لاس، په خپله خوښه او په پوره دقت سره تر سره کړئ.
د نن ورځې ماشومان د سبا ورځې ځوانان دي او ټولنه د دوی په لاس کې ده، نو که غواړئ، چې ماشومان مو ښه راتلونکې ولري او په څنګ کې ور سره یوه سالمه ټولنه ولرو، نو ماشومان مو سمې لارې ته سوق کړئ او په ښه روحیه یې وروزئ.
hamidi saheb lomrray salamona beyaa manana le taso kawam che har wakht dase mataaleb lekay che de nan wraze aw de ttolane zarorat day.
po qalam mo barakat sha , de laa baryaaletobono po mila mo.