ژباړه: مرتضی وردګ –
د مهربانۍ په بهانه د ماشومانو هرې معقولې او غیر معقولې غوښتنې ته باید تن ور نه کړو. هر انسان د ژوند په هر پړاو کې مینې ته اړتیا لري او دا اړتیا په ماشومتوب کې ځانګړی اهمیت لري، مګر مور او پلار باید لومړی له اولادونو سره د مېنې کول زده کړي ترڅو کوم چلن چې د مینې تر نامه لاندې ورسره کیږي په غیر مستقیمه توګه ورته زیان ونه رسوي. په حقیقت کې مینه کول خپل اصول لري چې زده کړه يې له مور او پلار سره مرسته کوي تر څو له اولادنو سره داسې چلن وکړي تر څو یې خپلواک او مستقل وروزي. په دغه مطلب کې ددې برخې له لاندې کارونکو ټکو سره بلدیږی.
د یو زړه سواند مور او پلار په توګه مو دنده دا ده چې له خپلو اولادنو سره مرسته وکړئ او بالقوه توانایي پکې وپیژنئ ، فعاله یې کړئ او ترقي وکړئ څو په راتلونکي ژوند کې یو قوي شخص شي او د نیک بختۍ احساس وکړي. ډیری وخت مور او پلار د دوی په فکر د مینې او محبت په نامه له اولادونو سره داسې چلن کوي چې اولادونه یې خوښوي او موږ سره به په دې چلن زیاته مینه کوي او موږ هم تر حد او اندازې پرته د دوی غوښتنو ته تن ورکوي په داسې حال کې چې دا کار د اولادنو د استقلال او خپلواکۍ له منځه وړلو سبب کیږي.
د روزنې په اصولو کې ویل کیږي د هغه کار چې ماشومان یې جسمي توانايي ولري باید په خپله تر سره کړي او که یې مهارت نه وي زده کړی باید مور او پلار یې ور زده کړي او ماشومان هم کوم کارونه چې کولی یې شي که څه هم چې سخت وي باید ترسره کړي.
ماشومان باید د خپلو عملونو غبرګون وګوری:
دغه مثال ته پام وکړئ؛ تاسو مو اولادونو ته وایی وروسته تر لوبو خپله خونه منظمه کړئ مګر هغه ستاسو خبره نه اوري او تاسو هم په دې دلیل چې ماشوم دی نه یې شي کولی، خونه یې منظمه کوی. په داسې حال کې چې دا کار غلط دی مور او پلار باید پریږدي چې د ماشوم خونه نامنطمه او ګډه وډه پاتې شي او دوی یې د بې نظمۍ سختي وزغمي او د لوبو سامان یې ورک شي او د بې نظمۍ پایله وګوري او زده کړي چې باید نظم ولري. حتی دغه قضیه د کوچنیو ماشومانو په هکله هم ريښتنې ده. مثلآ کوچنی ماشوم هیڅ ډوډۍ نه خوري او تاسو د مینې او محبت له مخې په ده پسې کیږی او زارۍ ورته کوی تر څو ډوډۍ وخوري په داسې حال کې چې دا کار مینه نه ده بلکې د ماشوم عادت خرابول دي. پریږدی چې د بلې ډوډۍ تر وخته وږی پاتې شي او سختۍ پرې تیرې شي مګر بل وخت به زده کړي چې د ډوډۍ خوړلو په وخت په خپله راشي او ډوډۍ یې وخوري. په حقیقت کې د مور او پلار دغه چلن ددې سبب کیږي چې د ماشوم شخصیت یې پوره نه شي او ضعیف او بل پورې تړلی سړی ترې جوړ شي او ځوانۍ او نوې ځوانۍ کې به خپل ژوند نه شي مدیریت کولی.
بې قید او شرطه مینه
شاید تاسو ته هم دغه پوښتنه پیدا شي چې څنګه زموږ مینې ته قید او شرط کیږدم؟ ځواب دا دی چې ستاسو له خپلو اولادونو سره ستاسو د مینه کوم قید او شرط ته اړتیا نه لري او باید خپلو اولادونو ته ووایئ چې تاسو سره د خدای د ارزښتمنې ډالۍ او پیدا په صفت مینه درسره لرماو ددې ارزښتمن موجود د مینې لپاره هیڅ کوم شرط وجود نه لري مګر په دې مانا نه چې ستا هر چلن او رفتار ماته د تائید وړ دی، دلته هدف دا دی چې د بد چلن په مقابل کې باید ورته زده کړه ورکړل شي او وروسته تر زده کړه که مو اولاد نامعقوله غوښتنه لرله باید و نه منل شي.
سره له دې چې مور او پلار ډیر بوخت وي او اولادونو ته مناسب وخت نه لري خو بیا هم اولادنو ته وخت ورکړئ، په همدې دلیل سره د مینې وسایل یې مالي کیږي یعنی تل ماشومانو ته تحفې اخلی یا هر څه چې غواړي ورته یې برابروي. چې دغه کار د مینې یوه طریقه ده مګر کافي مینه نه ده او د ډالیو اخیسل باید د تعادل په حالت کې وي.
د اولادنو لپاره مهم او ارزښتناک مکافات ټولینز مکافات ګڼل کیږي یعنی خپلو اولادونو ته داسې وخت چې دې دوی خوښیږي مثلآ: کارتون ورسره وګورئ یا ورسره توب بازي وکړئ . یا یې هغه ځایونو ته چې دوی یې غواړي او خوښوي یې بوزئ. د ښو کارنو په ترسره کولو یې په غیږ کې نیولو او ښکلولو یې تشویق کول ډیر اغیزمن وي. مګر ځینې وخت مور او پلار دغه مینه پریږدي او پر ځای یې تحفه اخلي دې په کتو ماشومانو ته وخت ورکول تر ټولو مهم او ارزښناکه مینه ده،
د مینې پولې:
د مینې پوله د مینې او ماشومانو د سپین سترګي کول تر منځ یوه حقوقي او انساني پوله ده.که ماشومانو غیر انسانی کارونه کول، لکه د تاسو وهل یا د کورنۍ دندې نه تر سره کول، تاسو باید ددغه چلن په مقابل کې بې پروا ونه ووسی بلکې دوی باید وپوهول شي تر څو دغه بد چلن ونه کړي او هر څه چې غواړي نه باید وغواړي. ماشومان باید و پوهول شي چې تل یې غوښتنې نه پوره کیږي؛ ځینې په هڅه ترلاسه کیږي او د ځینو لاسته راوړنه ناممکنه ده. یا په بل عبارت ماشومان باید وکړی شي چې په ژوند کې معمولي استرس تجربه کړي تر څو مستقل او خپلواک ووسي. ځینې مور او پلار اجازه نه ورکوي چې ماشوم یې د ژوند معمولي سختۍ هم تجربه کړي. یا د ژوند د خرابو او نابودو چلندونو په غبرګون پوه شي او د اکار مینه ګڼي لکه چې اولادونه یې کورنۍ دنده نه ترسره کوي او پر ځای یې مور زیار باسي.
له بله پلوه ښه به دا وي چې پوه شو خپل ماشومان په غیږ کې ونیسو ښکل یې کړو او د مینې خبرې ورسره وکړو چې په دې کار نه سپین سترګی کیږي.
ستونزه له هغه ځایه پیلیږي چې هرې نامعقولې غوښتنې ته یې تن ورکړو مثلآ که د ډوډۍ په وخت کې ستاسو اولادونه په زاریو او ژړا آیسکریم وغواړي او هغه ته آیسکریم ورکړی. په حقیقت کې کوم څه چې په روزنیزو اصولو کې اهمیت لري دادي چې د مهربانۍ له نامه هیڅ کله هم د اولادونو معقولو او غیر معقولو غوښتنو ته تن مه ورکوئ.