ژباړه: حمیدالله حمیدي –
ور په ټولنه هغه کوچنی ټولګی دی، چې ماشوم په هغه کې لويېږي او د مور او پلار هر ډول کړنې پر هغوی اغېز پر باسي او پېښې یې کوي. که میندې او پلرونه د خپلو اولادنو سالمه روزنه وکړي، نو لرې نه ده دغه موشومان، چې د سبا ورځې ځوانان دي نه یوازې دا چې یوه ښه راتلونکې به ولري بلکې و به کولای شي، چې د خپل هېواد او ټولنې لپاره هم د خدمت جوګه وګرځي. د مور او پلار رول بیا په ځانګړې ټوګه مور، چې خپل اولاد ته تر ټولې نېږدې کس حسابېږي د ماشوم په روزنه کې ډیره مرسته کولای شي مانا دا چې مور له دې هر څه سره سره د ماشوم لپاره یو ارثي او محیطي رول لري. د مور او ماشوم تر منځ اړیکه نه یوازې دا چې له پیدایښت وروسته سره ټینګېږي بلګې له هغه مخکې سره په اړیکه کې وي. ځکه د حمل په دروه کې غذایي ریژیم، د تفکر ډول هیجانونه، وسوسې او د مور رواني حالت پر ماشوم مستقیم اغېز کولای شي.
د مور دنده ډیره د ارزښت وړ ده، ځکه د ماشوم راتلونکې تر ډیره د خپلې مور په اختیار کې وي، که خدای مه کړه میندې په خپله دې دنده کې ناغېړي وکړي نه یوازې دا چې د ماشوم حیات خرابوي بلکې ټولنې ته یې هم زیان رسېږي.
دغه راز پلار هم د ماشوم لپاره تر ټولو ښه الګو ( مخ بېلګه) ده. ماشوم کولای شي له خپل پلار څخه مینه، مهرباني، خلوص، صفا، غیرت، ادب، تواضع او عزت نفس زده کړي.
د ماشوم لپاره یې پلار تر ټولو قوي او هوښیار کس شمېرل کېږي،نو ځکه د ماشوم په تعلیم او تربیه کې د پلار رول هم د مور په څېر مهم او اړین دی.
ماشوم تر شپږ کلنۍ پورې ډیر تړاو له مور او پلار سره لري له هغوی یې زده کوي او د خپل مور او پلار پېښې کوي. خو کله چې ماشوم له شپږو کلو زیات عمر ته ورسېږي او ښوونځی پیل کړي بیا آن پرې د ښوونکي اغېز لوېږي، چې د ښوونکي رول هم د ماشوم په روزنه کې د مور او پلار په څېر موثر تمامېدای شي. مانا دا چې له مور او پلار وروسته درېیمه څېره چې ماشوم ور سره ډیر سرو کار لري هغه ښوونکی دی.
که څه هم چې ماشوم تر ډیره د خبرو کولو طرز، احترام، د جامو اغوستلو طریقه، ډوډۍ خوړل، مرسته او دا سې نور له خپلو والدینو زده کوي، خو امکان لري چې د ښونکي په وسیله هم پر هغه څه چې مور او پلار یې نه دي توانېدلي، چې ور زده یې کړي لکه، ضد او دښمني نه کول او یا هم ناسالم رقابت.
ماشوم په خپل لومړني تحصلي ژوند کې تر ډیره د ښووني تر اغېز لاندې وي او په اصلاح زده کوونکي خپل ښوونکي ته د یوه اتل په سترګه ګوري، ځکه د ښوونکي هره کړنه او هغه څه چې وایي د زده کوونکي لپاره د منلو وړ وي.
خپله ماشوم له لومړي سره د تقلید حس لري، که مور او پلار یا هم د هغه ښوونکی کومه کړنه تر سره کوي بې له شکه، چې ماشوم یې هم پېښې کوي او په هماغه ډول کارونه تر سره کوي. نو په ټوله کې میندو او پلرونو او دغه راز ښوونکي ته لازمه ده، چې له خپله ځانه داسې حرکات او له خولې څخه داسې کلمات صادر کړي، چې ماشوم یې په تقلید سره سمې لارې ته برابر شي.
که ښوونکی غواړي، چې خبرې او کړنې یې پر زده کوونکي باندې اغیز وکړي نو لازمه ده، چې هر څه ور سره د ملګري توب له لارې وکړي، ځګه ماشوم تر هر څه نه زیات دوستۍ او ملګرۍ ته ژمن دی، که پوه شي، چې څوک ور سره سمه رویه نه کوي ان د هغو خواته هم نه نېږدې کېږي.
ښوونکی هغه وخت د خپل زده کوونکي پر وړاندې مسؤلیت ادا کولای شي، چې د ماشو له مور او پلار سره په اړیکه کې وي.
خلاصه دا چې د زده کوونکي لاس د ښوونکي په لاس کې دی، ذهن یې ښوونکي ته متوجه دی او د هغه تر اغېز لاندې دی، نو ښوونکی د زده کوونکي لپاره تر ټولو ښه الګو ده او کولای شي په ماشوم مثبت او منفي بدلونونه را ولي او د زده کوونکي په ژوند کې یو ښه لارښود او مدد ګار شي.
ځکه ښوونکی هغې شمعې ته ورته دی، چې خپله سوزي خو نورو ته رڼا ورکوي.