ژباړه : احسان الله عابد
(شپږمه برخه)
بايد کار وکړو، ترڅو د مطالعې په برکت کوچنی تر خپل نظر او تجربې لاندي راولو، دا وټاکئ چي په اونۍ کي څو څو ځله کوچني ته کتاب وواياست او هغوی له دې کار سره اشنا کړئ چي تاسي هغوی ته کتاب لولۍ.
داسي کتاب وټاکئ چي د کوچني د علاقې سره مناسب وي او ښکلي او جذاب تصويرونه ولري، ځکه چي کوچنيان زيات کتابونه د تصويرونه لپاره ګوري.
لومړی کتاب چي د کوچنيانو لپاره يې انتخابوئ، بايد کوچنی وي او فقط يو څو صفحې وي، تر څو کوچنيان جذب کړي. که چيري کتاب اوږد او موضوعات يې ډېر وي پر کوچني غميږي او کتلو ته يې زړه نه ښه کوي.
په همدې ډول ليکني يې لږ او تصويرونه يې زيات وي، د کتاب ليکيني په داسي ډول ورته وواياست چي جملې ستاسي د ژبي سره عادي وي او کوچنيان په هغه سره پوهوالی ترلاسه کولای سي او پرې پوهيږي.
مخکي له دې چي کوچنيانو ته کتاب ولولۍ، يو څو مهم کتابونه د کوچنيانو لپاره د کتابخانې څخه راټول کړئ او بيايې د کوچني مخ ته کښېږدئ، کله چي یې دوی په کښي انتخاب کړي، بيا يې تاسي ورته وواياست.
که چيري تاسي د خپلو اولادونو لپاره يوه ارام او چاپيريال يا ځای کي کتاب وواياست، هغوی ته په زړه پوري وي او هغی له داسي ځای څخه خوند اخلي.
خپل کوچنيان وهڅوئ چي تصويرونو ته ښه توجه سي او د هغو څخه وغواړي چي په دې عکسونو کي څه موجود او ښکاري؟ عکسونه يې د څه لپاره په کتاب کي ورکړي او د عکسو څخه يې هدف څه دئ، خو بهتره داده چي تاسي لومړی ددې تصويرونو يا عکسونو په اړه چي په کتاب کي راغلي وي معلومات ورکړئ او وروسته يې له کوچنيانو پوښتئ.
بهترينه لاره د يوې موضوع سنجول د کوچني د کتاب سره د علاقې داده چي هغوی وا زمايئ چي په دې باره کي څومره برخه اخلي او څو څو ځله ددې کتاب په لټه کي کيږي او کتاب ته مراجعه کوي.
کوچنيان هر وخت د مطالعې لپاره اماده وي، د کتاب سره يې اشنايي د “ويلو” ده، هغوی کولای سي چي څو – څو جملې ياد کړي او هغو په خبرو کي استعمال کړي.
تاسي کولای سئ چي د خپلو اولادونو لپاره کيسې څو څو ځله وواياست، تر څو هغه کليمې يا جملې چي نوي وي او په کيسه کي راغلي وي، ښه زده کړي.
تر ټولو جدي او د پاملرني وړه خبره داده، تل خپلو اولادونو ته وواياست چي د کتاب ښه حافظت ( ساتونکي) سي او د کتاب ساتني ته ښه متوجې کړي، چي بايد کتاب څيري او ټوټې – ټوټې نه کړي. د هغه په منځ ( صفحو) کي خطونه ونه ليکي، کتاب تر ويلو وروسته ټاکلي ځای يآ کتابتون ته يوسئ.
هغوی دې کار ته ښه وهڅوئ چي بايد کتاب خوابدی نه کړي او حفاظت ته يې ښه نظر ور واړوي او په دې دي پوه کړي چي کتاب تر ټولو ښه ملګری دئ، بايد هيڅکله هم له کتاب څخه ليري نه سي، ځکه چي دا ملګري هيڅکله بيا هم نه پيداکيږي.
نور بيا…