لښتۍ
زما كميس خامكي
ستا كميس د چرمو
زما څپلۍ تكې سرې
ستا پڼې دي په پښو
زما سدرۍ زر زري
ستا ټيكرى د خالو
زما خولۍ كندهارۍ
ستا بنګړي په لاسو
ښايسته مو جامه
سيل ته ځو په ميلو
زه به راوړم ګلان
ته لښتۍ د الوچو
ته لښتۍ د الوچو
**********
رنګ
دا رنګونه زما
دا رنګونه د تا
زرغون رنګ د كبل
تك سپين رنګ د بريښنا
تك شين رنګ د اسمان
خړ پړ رنګ د مرغۍ
تك سور رنګ د غاټول
تاپې ټاپې كوكۍ
************
سهار
چې راكښينم سهار
خپل كالي كړم تيار
كړم په بكس كې په ځاى
كتابونه خودكار
توره دړه پنسل
پنسل پاك او پركار
بيا مې مينځمه لاس
هم غا ښونه كرار
كه مې غټ وي نوكان
هغه اخلم هوار
بيا مې خورمه ناشتا
چې هرڅه وي تيار
د مور لاس كړمه ښكل
بيا رهي شم په لار
نه په منډۀ ،ترپا
سم په شمار په مدار
———————-
رڼا
دا رڼا تاته معلومه
دا رڼا وايه د څه ده
د سپوږمۍ ده كه د ستورو
د وريځو كه د نورو
يه ، يه ، يه ،دا سمه نه ده
ما دا لوستې دي كتاب كې
دا رڼا نه د سپوږمۍ ده
نه د ستورو، د وريځو
دا رڼا چې ته يې وينې
دا رڼا د زيړي لمر ده
ستوري نه لر ي رڼا
سپوږمۍ نه لري رڼا
نه يې تاو شته نه ځلا
————–
حمزه خانه
حمزه خانه لا لا
ما به نه ځوروې
ماته څو، ما ته بو
ما به نه وېروې
زه دې خور يم وړه
غونډه منډه پسته
سبقونه حساب
ماته لوبې كړه زده
***********
كوكوپښ
موږ ته راكړه دوه بڼكې
كوكوپښه، پښه، پښه
سبا راشه په اتڼ
در واده به كړوچونګښه
——
موږ په كار نه دي مرۍ
رنګ دې ورك شي د روپۍ
ستا مو برګه چپن خوښه
ته وهه خپلې چندرۍ
———
د اوبو غاړې ته راشه
كوكوپښه، پښه، پښه
شين خالۍ چونګښه بوځه
ستا ججوغه شخه پخه
Vernicey
Very nice