لور راته وویل: ولې ټول تلویزیونونه په فارسي خبري کوي؟
– دواړه د افغانستان ژبې دي، څه فرق کوي.
– زه پې نپوهېږم.
– کوشش وکه چې زده یې کړې.
– زه به یې زده کړم، نور ولي زموږ ژبه نه زده کوي؟
– دوی وايي چې ستاسي ژبه سخته ده.
– نه پلاره ، زما ژبه اسانه ده ، ولې ټول تلویزیونونه په فارسي خبرې کوي؟
– لوري دلته چې هر پردی راغلی دوی ورسره مخالفت نه دی کړی خو پښتنو ورسره جنګ کړی،پردو هم هغه چا ته خیر رسولی چې دوی ته یې ضرر نه دی رسولی.
– ما خو له چا سره جنګ نه دی کړی.
– نه لورې تا نه یادوم، څوک چې په پښتو ږغېږي، هغه یادوم.
– زه په پښتو ږغېږم.
– زه نور پښتانه یادوم.دوی له هر پردي سره چې دلته راغلي جنګېدلي. له انګرېزانو سره جنګېدلي، له روسانو سره جنګېدلي او اوس له امریکایانو سره جنګېږي.دوی هم ټول امکانات نورو ته ورکوي.
– امکانات څه شي ته وايي؟
– لورې بس ده، ویده شه، پرې مې ږده.