کېدای شي چې تر ټولو جدي او تدريجي زيان چې په ورورستيو څو لسیزو کې مو ماشومانو ته اړولی، هغه داوي چې له ماشومانونه مو د هغوى ماشومتوب اخيستی دی. زه دا خبره په څو دلایلو کوم.
ـ په کورنیو باندې د خبرې رسنیو ناوړه اغیزه. تلویزیون په وړې ښېښې کولی شي چې تر ټولو حطرناکه خبرونه د پلرونو، مېندو، ماشومانو او د کورنۍ نورو غړو ته له مستند تصویر سره ورسوي. تاسو پوهېږئ چې یو وړوکی تصویر پر انسان څومره اغېزه درلودای شي؟ د چین خلک وايي ( یو تصویر له زرو جملو ډېره اغېزه لري) همدا تلویزیون موږ ته د ماشومانو د تښتونې، قاچاق، اختطاف، مخدره توکو، جنسي تېري، مافیا او نورو وېرونکو پېښو خبرونه تر کوره رارسوي چې هم د مشرانو په زړونو کې وېره اچوي او هم ماشومانو کې.
همدا ډول نورې برقي او چاپی رسنۍ هم خپله خپله ونډه لري. کله چې د کورنۍ مشران یاد خبرونه واوري بیانو د خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره پر ماشومانو محدودیت ته زور ورکوي. پلار او مور هڅه کوي چې خپل ماشومان له کوره بهر منع کړي، کورنۍ هڅه کوي چې خپل ماشومان په ښوونیزو مرکزنو، سپورټ، نقاشي، رسامي او… کې بوخت وساتي.
ـ د ماشومانو د روزنې په هکله ناسم پوهای ماشومانو ته ژوند سخت کړی دی. سره ددې چې موږ او تاسو ماشومتوب تېر کړی دی خو بیا هم سترګې پټوو او هېڅ کله د ماشومانو د پېژندنې لپاره هڅه نه کو. موږ یوازې دا غواړو چې ماشومانو مو لکه مشران يه څېر ژوند وکړي، درس ووايي، مطالعه وکړي غلي او ارامه کېني. موږ دا له هېره باسو چې لوبې، شوخي او مستي یا هم ماشومتوب د ماشومانو لکه خواړه او جامې اړتیا او غوښتنه ده، دایې د ماشوماتوب ضرورت دی.
که چېرې یو سپین ږی سړی د پینځه کلن ماشوم په څېر سلوک کوي یا هم یو پینځه کلن ماشوم د بوډا انسان په شان سلوک کوي تاسو یې ډاکټر ته نه بیایئ؟
ـ په روزنه کې افراط. ځینې کورنۍ د خپلو ماشومانو ټول وخت په درس، تعلیم، تعلیمي مرکزونو او ښوونځيو کې تېروي. داسې چې د هغوی د ماشومتوب لپاره هېڅ وخت ورته نه پاتې کېږي. یو مهال زموږ د کورنۍ ماشومانو همداسې ژوند درلوده. زموږ ماشومان اړ دي چې ښوونځي، جومات، کورسونو، کلب ته لاړ شئ، په کور کې باید خپل درسونه ووايي او کورنۍ دندې په خپل وخت ترسره کړي.
دوی اړ دي چې څلور، پینځه وخته لمونځونه وکړي او ورسره هره ورځ باید د قران کریم تلاوت هم وکړي، همدا ماشومان د کورنۍ لپاره سودا هم راوړي او اړ دي چې اوونۍ کې یوه یا دوه ورځې دندې ته هم لاړ شي. ایا دوی د خپل ماشومتوب لپاره وخت لري؟
دا هرڅه وخت ته اړتیا لري چې له دې سره د ماشومانو د ماشومتوب وخت په ښوونیزو مرکزونو او نورو کارونو تېرېږي.
ـ د حل لار یې داده چې ماشومانو ته داسې مهالوېش جوړ کړو چې د هرڅه لپاره کافي وخت ولري، لوبې خپل ارزښت لري او درس خپل ارزښت لري، موږ باید ماشومانو ته د لویانو په نظر ونه ګورو، د هغوی ازادي ته باید احترام وشي، ماشومتوب، چکر او تګ راتګ لپاره ورته وخت تعین کړو څو ماشوم وشي کولای د خپل عمر له هرې مرحلې نه خوند واخلي او پکې ژوند وکړي. همدا لوبې دي چې د زده کړو د جذب لپاره زمینه برابروي، ماشوم کنجکاوه کوي، ماشوم له ټولنې، خلکو، بریال، ناکامۍ، نورو ته احترام، حق ته احترام، او طبیعت سره اشنا کوي…
ـ نو ماشومانو ته وخت ورکړئ چې خپل ماشومتوب وکړي!
آرش ننګیال
کابل Aug 30/2015