اولادونو سره ټول خلک مینه کوي خو ځینې د مینې په کولو نه پوهېږي. شاید څوک پوښتنه وکړي چې ولې نه پوهېږي؟
ځکه نه پوهېږي چې هغه هم په مینه نه دی روزل شوی، یانې په ماشومتوب کې ورسره مینه نه ده شوې او د مینې کول ورته نه دي ښودل شوي. کله چې یو څوک په مینه نه وي روزل شوی هغه نورو ته هم مینه نه شي ورکولی. یانې دا موږ یو چې د خپلو اولادونو راتلونکي جوړوو.
پخوا دوه مفکورې موجودې وې، یوه دا چې خپلو ماشومانو سره ډېره مینه مه کوئ چې بې لارې کېږي. بله مفکوره دا وه چې که ماشوم هرڅه کوي، کوي به یې باید هېڅ هم ورته ونه ویل شي.
ددې لپاره چې د مینې کولو داسې لارې چارې غوره شي چې نه ماشوم ته زیان ورسوي نه مېندو او پلرونو ته (استیو شارون بیدلف ) په خپل کتاب، د ماشومانو اوتنکیو ځوانانو په ارواپوهنه کې دوه لارې وړاندیز کوي.
۱ـ له قید او شرط پرته مینه. یا وړیا او بې مینته مینه، په دې مینه کې هېڅ ډول موخه او هیله نه وي. دا ډول مینه په پوره صداقت او د زړه له تله کېږي. له شرط پرته مینه هغه کسان ښه کولی شي چې په همدې ډول مینې روزل شوي وي. په دې مانا چې که تاسو دا لړۍ پیل کړي نو دا به تر ډېره مهاله دوام ولري. د دا ډول مینې پیغام ماشوم ته دادی چې پلار له ماسره مینه لري، په هر حالت کې زه ورته ګران یم او د خپلې مینې په مقابل کې ما نه هېڅ هم نه غواړي. دا ډول مینه بل پیغام هم لري.
ـ کله چې پلار ماته قهر کېږي هغه زما د ناوړه کړو له امله. هغه نه غواړي چې زه دې له خطر سره مخ شم.
له شرط پرته مینه داسې نه ده چې کله ماشوم ښوونځي کې لومړی مقام خپلوي وستایل شي مینه ورسره وشي او کله چې لسم نمبر خپلوي بیا نو مینه نشته.
پرته له قید او شرط مینه په دې مانا ده چې زه تاسره ددې لپاره مینه لرم چې ته زما د وجود یوه برخه یې زما اولاد یې او بس.
ـ قاطعه مینه : قاطعه مینه په قاطعه ډول له ماشومانو سره کېږي خو له قهر او غوسې پرته په ډېرې حوصلې.
ـ زه له تاسره مینه لرم ځکه خو تا د سړک په منځ کې لوبو ته نه پرېږدم.
ـ دا سمه ده چې زه له تا سره مینه لرم خو دې کور کې هرڅوک خپل حقوق لري ته باید د هرچا احترام وکړې.
قاطعه مینه د غوره روزنې غوره لار ده. دلته ماشوم پوهول کېږي چې که ته زما اولاد یې درسره مینه لرم ته هم ځان د مینې وړ وګرځوه.
که ماشوم د برېښنا له مزو سره لوبې کوي باید په قاطعه مینې وپوهول شي، له سپکو سپورو، توهین او ښکنځلو پرته.
ـ زه له تاسره مینه لرم، خو زه نه غواړم چې ته د برېښنا له مزو سره لوبې وکړې، هغه ستا ژوند ته خطر پېښولی شي. زما مینه باید ددې لامل نه شي چې هرڅه ستا زړه وغواړي ته یې ترسره کړې.
غوره مېندې او پلرونه له خپلو ماشومانو سره قاطعه مینه کوي، څو چې راوتلونکي ژوند کې غوره اولاد ټولنې ته وړاندې کړي.
یادونه : د مینې په نورو ډولونو به بل ځل بحث وکړو.
په درنښت
آرش ننګیال
28 August 2015
کابل