ایا ستاسو ماشومان له خاورو سره لوبې خوښي؟ ایا تاسو اجازه ورکوئ چې ماشومانو مو خاورو، خټو او شګو سره لوبې وکړي؟
هر ماشوم په طبیعي ډول له خاورې او خټې سره مینه لري او زړه یې غواړي چې لوبې ورسره وکړي خو د کورنۍ مشران هېڅ کله نه غواړي چې ماشومان له خاورو او خټو سره لوبې وکړي ځکه چې مېندې او پلرونه غواړي چې د اولادونو صحت یې ښه وي، ددې لپاره چې ماشومان یې ناورغان نه شي له خاورو او خټو یې ساتي او دا یې مسولیت هم دی.
خو تاسو پوهېږئ چې خاورې د ماشومانو وجود، د ناروغیو پر وړاندې پیاوړی کوي؟
ایا پوهېږئ چې نورې لوبې هېڅ کله له خاورو او خټو سره د لوبو ځای نه شي نیولی؟
د (ولې خاوره ښه ده؟) کتاب لیکوال او ډاکټر (مري روبوش) وايي: له میکروبونو سره د باید ملګرتیا وشي، خاورو سره د ماشومانو مینه ډيره پخوانۍ او لرغونې ده. د وجود دفاعي سیستم لکه عضلې باید تمرین وکړي چې پیاوړی او ځواکمن شي څو چې د ناروغیو پر وړاندې مقاومت پیدا کړي. دا چې ماشوم له خاوروسره لوبې کوي د دفاعي سیستم لپاره یې غوره تمرین دی. کله چې د لوبو په جریان کې ماشوم خاورې یا د خارو ګردونه تیروي نو د وجود دفاعي سیستم ته وخت په لاس ورځي چې طبیعت کشف کړي او ځان ورسره عادت کړي. څېړنو ثابته کړې هغه ماشومان چې په کلي او کروندو کې ژوند کوي د ناروغیو پر وړاندې ډير مقاومت لري. خو هغه ماشومان چې په ښارونو او بلاکونو کې ژوند کوي، خارو او خټو سره هېڅ تماس نه لري، د ناروغیو پر وړاندې مقاومت نه شي کولی.
ځینې روایتونه داسې هم شته چې ویل کيږي، پخوا به د اسهال او ځینو نورو ناروغیو لپاره له خاورې ګټه اخیستل کېده.
زه دا نه وایم چې خاوره بې ضرره ده او ماشوم ته باید اجازه ور کړل شي چې هرڅه وخوري. نه! داسې نه ده.
که له خاورو او خټو سره د ماشومانو لوبې وڅارل شي نو څومره چې موږ اندېښنه لروي هسې نه ده.
دا چې انسانان په طبیعي ټوګه له خاورې سره مینه لري په تېره ماشومان شاید علت یې دا وي چې انسان له خاورې جوړ دي خو که منطقي فکر وکړو نو موږ له خاورې سره اړیکې لرو، خاورې نه جوړ شوي یو، خاورې ته سپارل کېږو، په ځمکه ګرځو، ځمکه او خاورې موږ ته مېوې او دانې راکوي او….
خو تر ټولو بله مهمه موضوع داده، چې نورې لوبې لکه په پلاستيکي وسایل لوبې هېڅ کله له خاورو او خټو سره د لوبو ځای نه شي نیولی. ځکه چې له خاورو او خټو سره د ماشوم لوبې، هغوی کې نوښت، او خلاقیت، پیدا کوي، له خپل فکري ځواک او تخیل نه ګټه اخلي. په داسې لوبو کې ماشومان تمثیل کوي او د نورو یا هم د مشرانو رولونه لوبوي، د موټروان، خټګر، مور، پلار، رولونه لوبوي چې دا په خپله د ماشوم په غوره زورنه کې لوی لاس لري.
ماشوم له خټو او شګو کورونه جوړو، سړکونه جوړوي، ویالې جوړوي. زما یادېږي چې له (کودړو) نه به مو غواګانې، انسانان او نورو موجودات جوړول، چې دا د ماشوم په ذهني او فکري پیاوړتیا کې پوره اغیزه لري. له دې سره ماشومان له طبیعت او چاپیریال سره هم اشنا کېږي او په دې لوبو کې ماشومان پر ځان باور پیدا کوي او اعتماد په نفس یې پیاوړی کېږي.
ماشومانو کې نوښت او ابتکار پیدا کوي، له نورو سره د اړیکو په جوړولو کې هم دا ډول لوبې خورا ښه اغیزه لري. دا دول لوبو کې ماشوم په خپل لاس جوړ شویو څيزونو سره لکه د ژوندي موجود په څېر سلوک کوي، هغوی سره خبرې کوي، په هغوی زړه سوی کوي، په له منځه تللو یې خواشیني کېږي.
په دې لوبو کې ماشومان کله کله له ستونزو سره مخ کېږي، دوی د ستونزې د حل لپاره هڅه کوي او د حل لپاره ورته پیدا کوي.
خو له ټولو ګټو سره سره باید مور، پلار او د کورنۍ مشران ځان له ټولو خطرونو ډاډه کړي بیا ماشوم ته په خاورو، شګو، خټو او تېږو باندې د لوبو اجازه ورکړي. که امکان یې وي نسبتا پاکه خاوره او شګې ورته برابرې کړئ، شاید زموږ هېواد کې چې اوږدې جګړې پکې تېرې شوي، ډير کمیا وي مواد هم له خاورو او خټو سره ګډ شوي وي.
اما دا هم یاد ساتئ چې اسمان څومره غورېږي هومره نه ورېږي.
په درنښت
آرش ننګیال
کابل
15/8/2015